روزنامه هیواد

په افغانیو کې دایمی ثبات څنګه رامنځته کړو؟

محمد داود نیازی

لومړۍ برخه

د پیسو ثبات د اقتصاد په علم کې یو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کېږی،په پیسو کې تغییرات یا نوسانات په عرضې او تقاضا پورې اړه لری. د پیسو ثبات د اجناسو او خداماتو د تعادل له مخې رامنځته کېږی، که د اجناسو، خدماتو او د پیسو د عرضې تر منځ تعادل له منځه لاړ شی،نو پیسې خپل ثبات له لاسه ورکوی د پیسو د ثبات د بېرته ترلاسه کولو لپاره باید یو شمېر تدابیر او اقدامات ترسره شی چې د پیسو سیاستونه ورته وایی.

د پیسو سیاست د یوې وسیلې په توګه د هېواد د چارواکو یا موسساتو په واک کې وی چې د قانون له مخې د دولت دنده ګڼل کېږی.د پیسو ارزښت له دوو لارو څېړل کېږی :

۱ ـ  د پیسو کورنی ارزښت

۲ ـ د پیسو بهرنی ارزښت

د پیسو کورنی یا حقیقی ارزښت هغه دی چې د یو واحد  کورنیو پیسو په مقابل کې څومره اجناس او خدمات ترلاسه کېږی . یانې د پیسو کورنی ارزښت د عرضه شویو پیسو او عرضه شویو توکو او خدماتو ترمنځ تعادل دی کله چې په عرضه کې تغییر راشی، نو پیسې ثبات له لاسه ورکوی.د  عرضه شویو پیسو او عرضه شویو توکو ترمنځ اړیکه معکوساً متناسبه ده دا په دې مانا، که د پیسو په ټولییز مقدار کې زیاتوالی راشی او توکی ثابت وی؛نو د پیسو ارزښت را ښکته کېږی او د توکو قیمتونه لوړېږی.کله چې د پیسو کورنۍ ارزښت راکم شی  هغه خلک چې عاید یې ثابت وی له ډېر زیان سره مخامخ کېږی .

د پیسو بهرنی ارزښت هغه ته وایی چې د یو واحد کورنی پیسو په مقابل کې څومره بهرنۍ پیسې ترلاسه کوی،چې د یو هېواد د تادیاتو په بیلانس پورې اړه ولری.

د تادیاتو بیلانس: د نړۍ له نورو هېوادونو سره  د یو هېواد د اوسېدونکو ټولې اقتصادی راکړې ورکړې چې په  یو ټاکلی وخت کې یې ترسره کوی، په منظم ډول ثبتېږی د تادیاتو په بیلانس کې د  سوداګرۍ بیلانس کسر زیات وی،نو د پیسو ارزښت هم ټیټ وی.

د پیسو بهرنی ارزښت له درېیو لارو ټاکل کېږی

ثابت نرخ : دا ډول نرخ د هېواد د مرکزی بانک له خوا د اسعارو په وړاندې ټاکل کېږی په دې مانا چې د بهرنیو اسعارو د کورنیو پیسو ارزښت ثابت وی.

‎آزاد نرخ : دا ډول نرخ د کورنیو او بهرنیو پیسو ته د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کېږی.

مدیریت شوی آزاد نرخ : دا ډول نرخ تر یو بریده ازاد وی خو کله چې ډېر تغییرات په کې راشی نو مرکزی بانک بیا مداخله کوی او نرخ تر خپل کنټرول لاندې راولی.

ډېرو هېوادونو ته د پیسو بهرنی ارزښت ډېر د پام وړ نه وی په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې خپل تولیدات ولری او په وارداتو تکیه ونه لری، خو هغه هېوادونه چې په وارداتو تکیه لری هلته خلک ډېر اغېزمنېږی. د هېوادونو اسعاری زېرمې ورسره کمېږی او د پیسو کورنی او بهرنی ارزښت ورځ تر بلې  ټیټېږی. ښه مثال افغانستان دی.

د پیسو سیاست، یوازې د پیسو په حرکت پورې نه شو تړلی ټولنیز حالت باید هم وڅېړل شی. همدارنګه د هېواد سیاسی او نظامی حالت چې د پیسو د ارزښت په ټاکلو کې فرعی وسیلې دی، باید په نظر کې ونیول شی .

پورتنی عوامل د اقتصاد په علم کې د اخباری قېمتونو په نامه یادېږی او په پرمختیایی هېوادونو کې ډېر تر سترګو کېږی. په پرمختیایی هېوادونو کې  سیاسی تغییر او ټولنیزې ستونزې دومره ډېرې وی چې پر یوه دایمی پدیده بدلېږی او حتی د قانون بڼه اختیاروی،چې دغه تغییر په ډېره جدی توګه د پیسو پر ارزښت  اغېزه لری . ډېری وخت دغه اغېز د توکو د ټولیز مقدار او د پیسو د ټولیز مقدار  له تغییره  هم ډېر وی.

د پیسو بهرنی ارزښت هم  له دغو عواملو اغېزمنېږی. د نړۍ په هر کونج کې انقلابی خوځښتونه او د یوه هېواد تېری کوونکی حالات د پیسو پر ارزښت مستقیم اغېز لری .همدارنګه په یوه ځانګړی اقتصادی حوزه کې  د هېوادونو دښمنانه سیاستونه هم ډېر اغېر لری،چې په دې برخه کې د ګاونډیو د بېوزله کولو سیاستونه ډېر د بحث وړ دی

کله چې د یو هېواد د پیسو بهرنی ارزښت ټیټ وی،نو اسعاری زېرمې یې کمېږی،په ځانګړی توګه د وارداتی هېواد لپاره په همدې ډول که چېرته  یو هېواد وارداتی وی او پیسې بهرنی ارزښت له لاسه ورکړی،نو کورنی ارزښت هم ورسره کمېږی چې بیا هم ثابت عاید لرونکی زیان کوی .

یوه خبره د یادونې وړ ده چې د پیسو لپاره لوړ یا ټیټ ارزښت مهم نه دی،مهم دا دی چې کوم حالت د هېواد په ګټه دی په ټولیزه توګه هغه هېوادونه چې د ډېرو صادراتو درلودونکی دی د تیوری له مخې یې باید د پیسو ارزښت لوړ وی،خو په حقیقت کې ډا ډول هېوادونه هڅه کوی چې د خپلو پیسو ارزښت ټیټ وساتی تر څو ډېره ګټه ترلاسه کړی. په همدې ډول هغه هېوادونه چې واردات یې ډېر وی د تیوری په لحاظ یې باید د پیسو ارزښت کم وی،خو دا ډول هېوادونه هڅه کوی څو د پیسو ارزښت لوړ وساتی څو ډېر اجناس او خدمات ترلاسه کړی . د دې لپاره چې هېوادونه د پیسو مطلوب حالتونه رامنځته کړی له لاندې لارو چارو کار اخلی :

د کرنسی له سیستمه ایستل: مانا داچې کله حکومت وغواړی د پیسو یو ډول قانونی بڼه له منځه یوسی او دا هله تر سره کېږی چې په ملی پیسو کې بدلون راشی،اوسنۍ پیسې له جریانه ایستل کېږی چې نوې پیسې یې پر ځای رامنځته کېږی. ځینې وخت هېوادونه ټولې پیسې په نویو پیسو تبدیلوی. دا کار د دې لپاره کوی چې له انفلاسیون سره مبارزه وکړی یا له فساد و جرم پاکې سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابرې کړی چې په نژدې وختونو کې په هندوستان کې همدا طریقه عملی شوه، که څه هم هغوی د نورو موخو لپاره دا لاره وکاروله، خو هندوستان یې ښه بېلګه ده

د نوې کرنسۍ نشرول: تر ټولو شدیده لار چې موږ پرې په یو هېواد کې انفلاسیون کنټرول کړو، په هېواد کې نوې پیسې نشروی.د دې سیستم له مخې یو نوی نوټ د پخوانیو پیسو له څو دانو سره تبادله کېږی او له دې طریقې څخه هغه وخت ګټه پورته کېږی چې په هېواد کې ډېر شدید انفلاسیون شتون ولری او په دې وخت کې دا ډېره ګټوره لاره ده؛ ځکه په دې وخت کې په هېواد کې د پیسو په اړه شدیده موضوع وی چې ښه بېلګه یې افغانستان و چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې دا چاره ترسره شوه .

ممکن است شما دوست داشته باشید