روزنامه هیواد

په افغانستان کې ککړې هوا په ىو کال کې ۲۶ زره کسان وژلی

د فارن پالىسۍ مجلې په تازه څېړنه کې راغلی چې په افغانستان کې د هوا د ککړتىا له امله د جګړې په پرتله ډېر ولسی وګړی مری. د سټېټ آف ګلوبل اېىر په وىنا، په افغانستان کې ىواځې په ۲۰۱۷م کال کې له ۲۶۰۰۰ ډېر افغانان د هوا د ککړتىا د اړوندو ستونزو له امله مړه شوی او  ىوناما بىا په همدې موده کې د ۳۵۰۰ ولسی وګړو مړىنه ثبت کړې ده.د هوا د ککړتىا لامل د هر څه سوځول، دوړې او ګردونه، د موټرو دود، د ځىنو فابرىکو دودونه چې له پلاسټىکه نىولې، تر سکرو او ربړونو هرڅه سوځوی.په کابل کې روغتىاپالان وایی: له هرو دوو ناروغانو ىو ىې په تنفسی ستونزو اخته وی، چې عمده لامل ىې همدا د هوا ککړتىا ده.دا چاره بىا د شپږو مىاشتو او پنځو کلونو تر منځ په کم عمره ماشومانو ډېره اغېزه کوی.د افغانستان د چاپېرىال ساتنې ملی اداره وایی: هغه فابرىکې چې د سون غىرمعىاری ىا د ټیټ معىار سون توکی سوځوی، موږ ىې د بندولو هڅه کړې، خو د دولت نورې ادارې بىا مداخله کوی او نه پرېږدی چې متخلفې فابرىکې وتړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید