روزنامه هیواد

په افغانستان کې کورونا ۷۷ نور ناروغان هم مړه کړی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۵۰۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی.عامې روغتیا وزارت پرون وېیلی، چې په تیره شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۴۷۹۹ سمپلونو معاینات کړی چې ۱۵۰۱ مثبت و.د روغتیایی چارواکو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې ۷۷ نور ناروغان له کورونا ویروس څخه مړه شوی دی.د رسمی معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۱۸۶۵۹ او له کورونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۷۱ ته پورته شوو.د دې ترڅنګ په تیره شپه او ورځ کې ۱۱۸ کسان بیرته له کورونا ویروس جوړ شوی دی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې څه باندې ۱۸۱میلیون او ۴۳۷زره کسان کرونا نیولی او څه باندې درې میلیون او ۹۲۹زره کسان ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید