روزنامه هیواد

په افغانستان کې له طبیعی پېښو زیانمنونکو سیمو ته نقشه جوړه شوې

بېړنیو پېښوته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وایی: د طبیعی پېښو پر وړاندې د احتمالی زیانمنېدونکو سیمو لپاره یې نقشه جوړه کړې.یاد وزارت دغه څرګندونې د طبیعی پېښو د خطرونو د کموالی د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې. ملګرو ملتونو د اکتوبر ۱۳مه د طبیعی پېښو د خطرونو د کموالی په نامه نومولې ،چې د طبیعی پېښې خطرونو د مخنیوی په موخه یو عامه پوهاوی رامنځته کړی.افغان مسوولین وایی: د زیانمنونکو سیمو لپاره تازه نقشه د تلفاتو د کمېدو، د طبیعی پېښو د زیانونو د مخنیوی او را روان ژمی کې د احتمالی خطرونو د مخنیوی لپاره ګټوره تمامېدلی شی. بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا وایی: دغه نقشه یې په څو میاشتو کې جوړه کړې او د هغو سیمو پېژندنه په کې شوې ،چې د طبیعی پېښو له خطر سره مخ دی.ښاغلی اقا وویل: (( په دې نقشه کې په هر ولایت کې موږ سیمې پېژندلی او دا مو معلومه کړې ،چې کومه سیمه د کومو خطرونو سره مخ ده بیا ددې خطرونو پر بنسټ کولی شو ،چې په اړه یې پلان جوړ کړو، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو چې د خطرونو کچه یې ټیټه شی .))افغانستان یو له هغو هېوادو څخه دی ،چې طبیعی پېښو او افتونو سره مخ وی، بې وزلی، دوامداره جګړه، د نفوس زیاتوالی، د سختو ویجاړو لارو څخه تېریدنه هغه څه دی، چې په دغه هېواد کې یې د طبیعی پېښو کچه زیاته کړې.هرکال په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه، د مځکې ښویېدل، زلزله او واوره ښویېدنه د ژمی او اوړی په موسم کې ځانی او مالی زیانونو رامنځته کوی.د افغانستان په ۱۰۷ ولسوالیو کې ۳۱۳ کلی د طبیعی پېښو له خطر سره مخ دی.د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې داسې کلی شته چې اوسېدونکی یې د ژمی په موسم کې په میاشتو میاشتو واورو کې بند پاتې وی.د واخان ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله بهادری وایی : (( اووه میاشتې د دې سېمې لار بندیږی، نه مځکنې لار لری او نه هم هوایی، دلته شته خلک د ژوند له ټولو آسانتیاوو بې برخې دی، ځینې یې مړه شی، نه روغتیایی کلینیک شته او نه د درملنې لپاره کوم بل ځای، د کرنې ټول حاصلات یخ وهی. کله چې غنم یخ ووهی، ډوډۍ یې ترخه راځی چې هېڅ د خوړلو نه وی، دا له مجبوریته کوو ،ځکه باید ژوندی پاتې شو.))د شمېرو له مخې، تېرکال د طبیعی پېښو له امله نږدې ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلورسوه نور ټپیان شوی وو. په دغو پېښو کې ۱۸ زره کورونه ۱۵۰ ښوونځی او ۱۳۰ پلونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړ شوی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید