د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی: د دوی د تېرې سروې لهمخې، په افغانستان کې له ۵ نه تر ۶ لکه کونډې مېرمنې له دوی سره ثبت شوی.د دغه وزارت د معلوماتو لهمخې، یاده سروې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کلونو ترمنځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو شوې ده، چې کېداشی په دغه شمېرکې اوس تغییر راغلی وی.د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی د یکشنبې په ورځ د امریکا غږ ته ویلی: یاد وزارت په دې اړه پر یوې نوې سروې هم کار پیل کړی، چې له نوو معلوماتو سره به وروسته اعلام شی.یاد وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې د ((جون ۲۳مه)) د کونډو مېرمنو نړیواله ورځ ده.نوموړی زیاته کړه: (( کومه سروې چې موږ په تېرو کلونو کې لرله،چې د دې سروې په اساس باندې ښودل کېږی چې موږ په افغانستان کې ټول ټال له پنځو نه تر شپږ سوه زره پوری کونډې ښځې ثبت کړی دی.))ښاغلی احمدزی وویل: په یادو کونډو کې هغه مېرمنې شاملې دی چې خپل مړونه یې په جنګ جګړو، چاودنو او د تاوتریخوالی د نورو پېښو ترڅنګ په طبیعی پېښو کې خپل ژوند مرګ له لاسه ورکړی دی.نوموړی زیاته کړه: که څه هم افغان حکومت تر دا مهاله له یادو کونډو مېرمنو سره په بېلابېلو برخو کې مادی او معنیوی مرستې کړی، خو زیاتوی چې لا هم ګڼ شمېر کونډې مېرمنې له دغو مرستو څخه محرومې دی.حج ته لېږل، په هېواد او بهر کې د زده کړو دامکاناتو برابرول، کار پیدا کول او د حرفوی او فنی زده کړو د زمینې برابرول ښاغلی احمدزی د افغان حکومت له خوا له کونډو مېرمنو سره د حکومت له خوا د شوو مرستو بېلګې یادې کړې.ده وویل: افغان حکومت هڅه کوی ټولې کونډې مېرمنې په دغو پروګرامونو کې شاملی کړی.