روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې  سوله  هم  د سیمې او هم د نړۍ د ثبات په ګټه ده

د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان په ګډون بین المللی ټولنو، د نړۍ پرمختللو هېوادونو او سترو قدرتونو پردې اعتراف کړى،چې افغان  سوله نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ د هېوادونو د ثبات په گټه ده او باید یاد سازمانونه اوقدرتونه په خپلو کې د پوره همغږۍ له مخې د افغانستان په ګډون د سیمې اونړۍ ثبات ته د ستر ګواښ او دغه راز د بشر د یو ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه د ترهګرو د ځانمرګو اوغلچکی بریدونو، بمی چاودنو او نورو ورانکاریو د شنډولو او همدارنګه ورسره جوخت د هغوی د ملاتړکوونکو، روزونکو ،تولیدوونکو، صادروونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو د شومو توطیو له شره د افغانستان، یمن، نایجیریا، عراق، سومالیا او نورو هېوادونو د ژغورلو په موخه د ترهګرو د ځپلو او د هغوى د ملاتړو هېوادونو د په نښه کولو لپاره رښتینې، غوڅې، نه ماتېدونکې او همغږې مبارزې ته ودانګو او له دې لارې د ترهګرو ټغر د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه ټول کړو لکه چې د اروپایی ټولنې د پالیسۍ د چارو مشرې په کابل کې د افغانستان له جمهور رییس محمداشرف غنی سره په وروستنۍ کتنه او همدارنګه په اروپا کې په یوې بلې غونډه کې یادو ټکو ته ګوته ونیوله او.ژمنه یې وکړه چې د یوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه به په افغانستان کې د تلپاتې، رښـتینې، پتمنې او سرتاسری سولې لوړو هدفونو ته د رسېدو لپاره له افغانستان او امریکا سره پوره مرستې ته ودانګی اوله دې لارې به د سولې لپاره د افغان حکومت په مشرتابه بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره کړی.

د رپوټونو پربنسټ جمهور رییس غنی په هېوادکې د تلپاتې سولې لپاره د هېواد سیاسی اوجهادی شخصتیونو، له مدنی فعالانو، روڼ اندو او د نورو پرګنو له استازو سره له دوامدارو سلامشورو او غونډو وروسته د سولې یو ستر مشورتی پلاوى ټاکلی،په دغه پلاوی کې په حکومت کې شامل او له حکومته وتلی سیاستوال شامل دی . دغه پلاوی به د قطر په پلازمېنې دوحه کې له طالبانو سره د افغان سولې په اړه  برخلیک ټاکونکی پړاوکې برخه اخلی . دا به لومړى ځل وی چې د افغانستان د حکومت د سولې دغه مشورتی پلاوى به د طالبانو له پلاوی سره د افغان سولې په اړه د خبرو پر ټغر کېنی چې د حکومت له استازو سره به د طالبانو د سولې د خبرو په اړه دغه نوی او مثبت بدلونونه دکلونو کلونو جګړه ځپلو افغانانو د سولې هیلې راوټوکوی ، خو طالبانو د افغان حکومت له استازو سره د سولې د دغو خبرو په غبرګون کې ویلی،چې د افغانستان د حکومت دغه استازی به د افرادو او اشخاصو په توګه له طالبانو سره په دغو خبروکې برخه واخلی او خپل شخصی وړاندیزونه اونظریې به یو بل ته وړاندې کړی.د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بیا د طالبانو د یادو د خندا وړ څرګندونو په غبرګون کې په زغرده ویلی چې د افغانستان د حکومت د سولې دغه مرکچی پلاوى به په رسمی بڼه د سولې د خبرو په دغه برخلیک ټاکونکی شپږم پړاوکې برخه واخلی او طالبان باید په خپلو دغه ډول څرګندونو سره په رسمی بڼه د سولې په دغو خبرو کې د حکومت د استازو پرګډون سترګې پټې نه کړی او د خلکو سترګو ته باید خاورې  وا نه چوی. د سیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو په اند که چېرې د امریکا ،اروپا او ناټو په ګډون نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو سازمان او دغه راز د سیمې او نړۍ سترقدرتونه، پرمختللی او سوله دوست هېوادونه پرطالبانو او د هغوى پرملاتړو هېوادونو خپلو فشارونو ته نور هم زور ورکړی،نو په پایله کې به یې نه یوازې طالبان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو دوام ته اړشی،بلکې له  دې لارې به د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه د ترهګرو ټغر ټول کړی او د هغوى ملاتړی هېوادونه به هم دې ته اړشی چې د طالبانو په څېر د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی اوآن هغوى په نښه کړی او د افغانستان په ګډون د سیمې اونړۍ ثبات د ترهګرو له شره وژغوری.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید