روزنامه هیواد

په افغانستان کې سوله شته او کرېکټ د دې سولې لویه برخه ده

د لندن چاپ ډېلی مېل ورځپاڼې د افغانستان د کرېکټ لوبدلې د کېپټان ګلبدىن ناىب له قوله لىکی چې وایی، موږ اوس په هېواد کې سوله لرو او کرېکټ د هغې مهمه برخه ده.

ورځپاڼې د افغان لوبډلې د لوبې پر مهال د ناىب هغه تصوىر خپور کړى چې د اسټرالىا د کېپټان ارون فىنچ «Aaron Finch» له سوځولو وروسته خپلې غښتلې مټې د قوت د نښې په توګه ښیې او لىکی:

دا حرکت د ناىب او د هغه د هېواد لپاره د ىوې وىکټې تر اخېستو هاخوا بله معنا هم لری.

ډېلی مېل لىکی:

ناىب خپلې غښتلې مټې ۱۱ کاله مخکې هغه مهال هم ښوودلې وې چې دى ۱۷ کلن و او د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په اړه په ىو مستند فلم کې راڅرګند شو.

د دغه فلم نوم دى (( له اىرو لاندې راوتلی.)) دا مستند فلم هغه مهال جوړ شوى چې افغان لوبډلې د برىتانىا په جرسی ښار کې په پنځم ډىوېژن کې لوبې کولې، خو د ىوې لسىزې له تېرېدو وروسته ګلبدىن ناىب په‌داسې حال کې د افغان لوبډلې مشری کوی چې افغانستان د دوهم ځل لپاره په نړىوال کپ کې د ګډون وړتىا ترلاسه کړې ده. ډېلی مېل د ناىب له قوله لىکی چې وایی، کرېکټ خلک ىو موټى کوی او امېد ورکوی. ناىب باور لری چې په افغانستان کې سوله شته او کرېکټ د دې سولې ډېره لوىه برخه ده.  ښاغلى نایب دا خبرې په داسې حال کې کوی، چې نن سې شنبې افغانستان له کوربه هېواد انګلېنډ سره د نړیوال جام سیالیو په درشل کې مخ کېږی، دا لوبه په مانچیسټر کې کېږی، چې ولسمشر محمد اشرف غنی هم ورځی او د لوبې ننداره کوی، دا د لوبډلې د تشویق او هڅونې لپاره مهم تګ دى، له ولسمشر غنی سره به د برېټانیې مستعفى لومړۍ وزیره ټرېزامې هم وی، چې لوبه ننداره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید