روزنامه هیواد

په افغانستان کې سوله، په نړۍ کې سوله ده

په دنیا کې به هېڅ داسې څوک نه وی چې له سولې سره مخالفت ولری، نوځکه سوله ډېره خوږه کلمه ده او الله (( ج )) په خپل کلام کې (( وصلح خیر)) ویلی دی.  مانا دا چې په خپلوکې لانجې مه کوئ ٬ سوله وکړئ ٬چې په سوله کې خیر پروت دی او هغه څوک چې د سولې په وړاندې خنډ واقع کېږی ښایی انسانی خصلت یې تر پوښتنې لاندې وی٬ دا تریخ حقیقت اوس ټولو هېوادوالو او نړیوالو ته څرګند دی چې په افغانستان کې د ملی وحدت د تضمین لپاره له واقعی سولې پرته هېڅ کومه بله لاره نشته، یوازې سوله ده چې په ملک کې د ملی ثبات په رڼا کې د عام ولس ترمنځ ورورولی او په حکومتی کچه ملی حاکمیت ته لاره هواروی ٬ تېرې څلوېښت کلنې غمیزې وښوده ٬ چې په دغه ملک کې په یوازې سر کوم قوم او یا هم د نظامی کودتاګانو له لارې کوم ګوند اویا هم د بهرنیانو د انتصاب له لارې کوم شخص په دې نه دی توانېدلی چې قانونیت اوعدالت په دغه ملک کې تامین کړی ٬ چې د تېرې څلوېښت کلنې غمیزې په ترڅ کې د ملیونونو انسانانو د وینو په تویولو سره هېچا بریالیتوب په لاس را نه ووړ ٬ همدا اوس هم د وینو تویولو دا په غم ککړه لړۍ په درز پرمخ روانه ده او هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو برخوکې د چاودنو ٬ حملو او انفرادی وژنو لړۍ ورځ تر بلې چټکه کېږی، داچې ترکومه به د یوه نامعلوم او نا پاک هدف لپاره وروروژنې ته ادامه ورکوو٬ دا هم نه ده معلومه!  تجربو ښودلې، چې په افغانی ټولنه کې د کودتا ګانو او قومی جوړښتونو له لارې را منځ ته شوی حکومتونو د وژنو٬ بربادیو٬ بدبختیو٬ تعصبونو٬ تبعیضونو پرته بل څه په ارمغان نه دی راوړی ٬ خو اصل خبره داده چې عام افغانان نور له جګړو سخت ستړی شوی ٬ سولې ته سترګې په لاره دی ٬ سوله غواړی،ملاتړ ترې کوی او حتمی به سوله منځ ته راځی او دغه هېواد به په ملی ٬ سیاسی ٬ اقتصادی او نظامی لحاظ که څوک وغواړی یا نه جوړېږی ٬ خیرکه اوس له تپل شوې جګړې افغانان ځورېږی، په تیارو پسې حتمی رڼا شته! انشاءالله افغانان او نړیوال به له دغې ترهګرۍ ټول خلاصېږی. د نړیوالو خبره موځکه وکړه چې په افغانستان کې له نا امنیو نه یوازې افغانان،بلکې نړیوال هم زیانمنېږی ٬ د روانې شمسی پېړۍ په اتمه لسیزه کې کله چې ختیځ او لوېدیځ دواړوآبرقدرتونو افغانان یوازې په انزوا کې پرېښودل، د خپلمنځی جګړو په مهال نړیوالو افغانان یوازې پرېښودل آن د ځینو هېوادونو سفارتی اړیکې هم وشکېدې او داسې وښودل شوه چې ګویا افغانستان نور د نړۍ په جغرافیا کې د فزیکی موجودیت با وجود له سیاسی موجودیته بې برخې دی ٬ ښه داده چې له افغانستان سره د نړۍ ټول هېوادونه د متقابلو ښو روابطو په بنا اړیکې ولری. له افغانستان سره د سیاسی او نظامی مقابلې په ډګرکې هېچا بری نه دی خپل کړی ٬ انګلیسانو د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې له سیاسی چل او نیرنګه کار واخیست او افغانان یې په قومونو ووېشل او د دوی ترمنځ یې تفرقې را منځ ته کړې او په ځینو قومونو پسې یې په نسبی لحاظ ناروا تبلیغات وکړل، خو کومه نتیجه یې ترلاسه نه کړه چې هغه د انګلیسانو په ګټه د نړیوالو په تائید په سیاسی تاریخونو کې سجل شی ځکه برعکس د انګلیسانو د زور او شدت له امله د انګرېزانو هغه امپراطوری چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده دړې وړې او د لومړی ځل لپاره دغه ناروا تېری کوونکی په افغانستان کې له ماتې سره مخ شول ٬ جالبه داده چې په افغانستان کې د قومی تضادونو بنسټ انګرېزانو کېښوود او روسانو په عمل کې پیاده کړ٬ ځکه دوی حکومتی واک له حزبی سیستم وروسته یوې داسې ډلګۍ ته وسپاره چې په یوه قوم پورې یې اړه درلوده او نور افغانان یې له سیاسی مشارکت څخه محروم کړل چې دا ټول د دې سبب شول چې په افغانستان کې جګړه اوږده او پرلپسې نا آرامۍ را منځ ته شی ځکه روسان پوهېدل چې د دغه فورمول په عملی کولو سره د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې ملی کړکېچونه او سرخوږی را منځ ته کولای شی ٬ خوله دې ناخبره وو، چې په افغانستان کې نا امنی د ټولې نړۍ په امنیت اغېزه کوی.

اوس هم سر وخت دی چې نړیوال لاسونه سره یوکړی او په افغانستان کې د یوه ډاډمن امنیت د تامین لپاره د سولې پروسه ګړندۍ کړی ٬ په افغانستان کې له سولې پرته نړیوال هم بله چاره نه لری (( په افغانستان کې سوله په نړۍ کې سوله ده )) دا ځل نړیوال باید د بن د غونډې په شان هغه تېروتنه تکرارنه کړی چې تر اوسه په افغانستان او نړۍ کې د لانجې سبب ده  نړیوال او افغانان دواړه ورسره سرګردانه دی ٬ موږ ولیدل چې څنګه د بن له غونډې یوکال وروسته په افغانستان کې د طالبانو د نظامی تحرکات پیل شول که چېرې نړیوالو په هماغه وخت کې هوښیاری کړې وای او زموږ د هېواد ټولې متخاصمې ډلې یې تریوه متحد ٬ سیاسی ٬ نظامی او اجتماعی چتر لاندې را غونډې کړې وای یو د بل خبرې  او نظریات یې اورېدلی وای  ولې به اوس ټوله نړۍ له افغانانو سره سرګردانه وه.

د خپلو خبرو په وروستیو کې دغه ټکی ته یو ځل بیا اشاره کوو چې اوس هم لېر ې نه ده چې د سولې بهیر په افغانستان کې ګړندی شی  او ذیدخلې ملی او نړیوالې غاړې له چل او فریب لاس واخلی، دا ترخه تجربه د افغانانو په ګټه نه ده او نتیجه یې هم نه ده ورکړې ٬ سوله ! ځان تېرېدنه ٬یو بل په خپله خوا پورې منل ٬ د ملی وحدت یو مهم او اساسی اصل دى.

حىا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید