روزنامه هیواد

په افغانستان کې سل فعال روغتونونه تړل شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وایی: د روان میلادی کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې نږدې ۱۰۰ روغتیایی مرکزونه او کلینکونه د جګړو او نا امنیو له کبله تړل شوی دی.دغه سازمان ویلی: په همدې موده کې درې روغتیایی مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۲ نور د روانو ناخوالو له کبله زیانمن شوی هم دی.د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلی، چې په ډېرو مواردو کې یاد روغتیایی مرکزونه د جګړو د ټولو ښکېلو خواوو له خوا نېغ په نېغه ګواښل شوی دی.د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا له روغتیایی مرکزونو څخه د پوځی موخو په توګه استفاده نه ردوی او وایی: ځینې روغتیایی مرکزونه د بریدونو په پایله کې زیانمن شوی.د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د هسکې مینې ولسوالۍ قومی مشر خان ولی وایی: په سیمه کې یې روغتیایی مرکزونه هم د دولت د مخالفو وسله والو او هم د دولت د ملاتړو ځواکونو له خوا په نښه او ویجاړ شوی.په ننګرهار کې تر ډېره داعش ډله، طالبان او افغان حکومتی ځواکونه یو له بل سره په جګړه بوخت دی او یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د افغان او امریکایی ځواکونو ډېر عملیات په کې کېږی.د یاد سازمان د تېرو نږدې څلور نیمو میاشتو موندنې ښیی چې له ټولو ۹۹ تړل شویو روغتیایی مرکزونو څخه یی ۹۰ د ختیځ په درېو ولایتونو ننګرهار، لغمان او نورستان کې دی، که څه هم ویل کېږی چې په لغمان کې ۲۳ مرکزونه بېرته پرانېستل شوی.د تړل شویو مرکزونو شمېر په ننګرهار کې ۵۰ او په نورستان کې ۱۷ ته رسېږی. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو هم دا منی چې د جګړې ښکېلو خواوو ځینې روغتیایی مرکزونه په نښه کړی.د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو څه باندې څلورو میاشتو کې د ۱۶ ولایتونو په ۱۱۴ روغتیایی مرکزونو ۵۱ ډوله بریدونه ثبت کړی او ویلی یی دی د دې له منځه ځینې یی مستقیم په نښه شوی او یو شمېر نورو د جګړو او ناامنیو له کبله خپل کارونه درولی دی.دغه سازمان په روغتیایی مرکزونو هر ډول بریدونه د بشر له حقونو ښکاره سرغړاوی بللی او ویلی یی دی په افغانستان کې دغې برخې ته ورپېښ ګواښونه د دې سبب شوی چې ډېر خلک له لومړنیو روغتیایی خدمتونو محروم پاتې شی.په راپور کې راغلی چې روغتیایی مرکزونو ته له ورپېښو ګواښونو ور ها خوا په همدومره موده کې د روغتیا د برخې ۱۰ کارکوونکی وژل شوی، ۱۰ ژوبل شوی او ۷ تنه نور هم تښتول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید