روزنامه هیواد

په افغانستان کې د کورونا ضد واکسین لړۍ پیل شوه

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د کوویډ ۱۹ واکسین د تطبیق پیل په مراسمو کې، چې  په څو امنیتی او دفاعی ځواکونو، روغتیایی پرسونل او د هېواد د رسنیو په استازو تطبیق شو، ګډون او وینا وکړه.په دې مراسمو کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او په هغه کې لومړۍ مېرمن، د جمهوری ریاست مرستیالانو، د ملی شورا دواړو خونو رییسانو، قاضی القضات، د سترې محکمې رییس او د هیواد د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبینو حضور درلود، لومړی د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح خبرې وکړې.ده په خپلو خبرو کې روغتیایی سکتور ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: دې پاملرنې او ملاتړ د هېواد روغتیایی کارکوونکو ته جرائت او وړتیا ورکړه ، چې په تر ټولو سختو شرایطو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړی. ده زیاته کړه: افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی، چې په ډېرو کمو امکاناتو یې کورونا ویروس په اغېزناک ډول مدیریت کړ او روغتیایی سکتور د دولت د فعالې رهبرۍ او دیپلوماسۍ تر چتر لاندې مخکې ولاړ او اوس یې د کورونا واکسین تطبیق پیل کړ.مجروح څرګنده کړه: لومړی ډوز واکسین به هغو سرتېرو ته چې د هېواد د دری رنګه بیرغ ساتنه کوی او روغتیایی کارکوونکو ته، چې په تر ټولو سختو شرایطو کې یې کورونا ویروس سره د مبارزې په ګرمو سنګرونو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړې، تطبیق شی.وروسته په افغانستان کې د هند سفیر رودریندرا ټنډن خبرې وکړې او وې ویل: کورونا ویروس له سیاسی او اقتصادی اړخه نړۍ ته زیات زیان واړوه او پر اقتصادی ځوړتیا سربېره یې زیات مالی او ځانی زیانونه درلودل.په افغانستان کې د هند سفیر وویل: هېواد یې د افغانستان د ستراتېژیک شریک او دوست په توګه، تیار دی، چې کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان روغتیایی بنسټونو سره کار وکړی.جمهوررییس محمد اشرف غنی وویل: د خدای شکر ادا کوو هغه فاجعه مو ،چې نړۍ یې له ستونزو سره مخ کړه، په صحیح ډول مدیریت کړه.ده زیاته کړه: د خطرونو په اړه زموږ لومړی تحلیل د ډېرو زیاتو خطرونو ښودنه کوله، خو د کورونا د لومړۍ او دویمې څپې د پنځو مرحلو په تفصیل کې موږ وتوانېدو ټولنه، اقتصاد او د دولت قوت او ځواب وینه ټول وساتو.جمهوررییس وویل: د افغانستان له امنیتی ځواکونو د ملت مننه اندازه نه لری او دا ټول د هغوی د زړورتیا، ژمنتیا او پر نفس د باور او همداراز د افغانستان اسلامی جمهوریت باندې د هغوی د باور له برکته دی.جمهوررییس غنی د وسله وال پوځ له ټولو روغتیایی منسوبینو څخه د مننې ترڅنګ ، چې هڅه یې وکړه، ترڅو کورونا ویروس د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې خپور نه شی مننه وکړه او وې ویل، موږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې اته زره روغتیایی کادرونه لرو او د ویاړ ځای دی چې د ملی امنیت، ملی پولیسو او ملی اردو روغتونونه بیا زموږ د باور وړ ګرځېدلی دی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: دولت وسله والو ځواکونو ته غوره طبی امکانات برابر کړی او هغوی ته لا زیاته پاملرنه کېږی.ده زیاته کړه: زموږ روغتیایی کارکوونکی واقعاً د افغانستان اتلان دی.جمهوررییس وویل: د رسنیو له فعالیتونو مننه کوم له بده مرغه ،چې د افغانستان دښمنان په دوامداره ډول د افغان ملت تر ټولو غوره مغزونه او ځواکمنې ژبې په نښه کوی. دښمنان نه شی کولی د دې خاورې د نارینه وو او ښځو رسا غږونه چوپ کړی، تل به د افغانستان د خپلواکۍ، برابرۍ او ملی حاکمیت غږ لوړ ساتو.جمهوررییس غنی د دوست او ستراتېژیک شریک په توګه د هند له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او وې ویل: زموږ د همکارۍ ډول د ګټو او ګډ بشردوستانه لیدلوری پر اساس ټاکل شوی او تل به له یو بل سره همکار واوسو.جمهوررییس وویل: د کورونا واکسین د بلې برخې د پیدا کولو لپاره چې ۴۰ سلنه خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولی، زموږ هڅې ډېر ژر پایلې ته ورسېږی.د هېواد جمهوررییس وویل، د کورونا خطرونه لا هم له منځه نه دی تللی، نو په همدې اساس واضح اړتیا ده، چې حفظ الصحې، ماسک اغوستو او ټولنیزې فاصلې ساتلو ته جدی پاملرنه وشی

ممکن است شما دوست داشته باشید