روزنامه هیواد

په افغانستان کې د کرونا وایروس څنګه کټرول شی؟

له ډېره بده مرغه، چې افغانان د یوه بل احتمالی صحی ناورینه په اندېښنه کې دی، دا صحی ناورین په داسې حال کې د اندېښنې وړ دى، چې افغانان د سولې لپاره تیارى نیسی او د اورکم یا د تاو تریخوالی د کمولو اوونۍ نمانځی! په همداسې حال کې په چین کې را پیدا شوی وژونکی مرض یا کرونا وایروس افغانستان ته هم مخه کړې او د دې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، دغه وایروس د ایران له قم ښاره هرات ته راانتقال شوى دى، دا باید مالومه شی، چې پر دغه وایروس ککړ کسان په خپله خوښه له ایرانه را غلی، که ایران قصداً راشړلی، چې افغانان هم پرې ککړ کړی!؟ پر ایران ځکه باور نشته، چې په هېڅ صورت سره د افغانستان دوست کېداى نشی، بلکې دوستی به یې د تل لپاره د هغوى له ګټو سره نغښتې وی، خو بیا به هم د افغانستان د لاندې کولو هڅو ته زور ورکوی! په هر حال د افغانستان د روغتیا وزارت ومنله چې، په هرات کې د کرونا یا کووېډ ۱۹ ناروغۍ د ۳  شکمنو د پېښو له ډلې یوه یې مثبته ثابته شوې ده. د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز پرون په کابل کې خبری غونډې ته وویل، چې له همدې امله په هرات کې بېړنی حالت اعلام شوی دی! دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرونا مثبته پېښه موندل کېږی.وړمه ورځ رپوټونه ورکړل شوی وو چې په هرات کې ۳  مشکوکې پېښې موندل شوې وې. د روغتیا وزیر وایی، د دغو درېـیو مشکوکو پېښو په اړه له ۲۴ ساعته څېړنو وروسته معلومه شوه چې یوه د کرونا مثبته پېښه وه او دوې نورې نه وې. په دغه ولایت کې پر کرونا وایروس د ۳ کسانو د اخته  مشکوکې پېښې وړمه ورځ تائید شوې دی. د هرات د حوزوی روغتون د انتانی ناروغیو د څانګې مشر محمد ابراهیم بسیم رسنیو ته ویلی، دغه کسان په وروستیو کې له ایرانه راستانه شوی دی. ښاغلی بسیم زیاته کړې،چې هغه ٣۶ کسان چې په وروستیو کې د ایران له قُم ښاره افغانستان ته راستانه شوی وو، د دوو اوونیو لپاره قرنطین شوی دی.د ایران په قم ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو پېښې تر نورو سیمو زیاتې وې. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وړمه ورځ په کابل کې د ملی امنیت ادارې له خوا په بېړنۍ غونډه کې د دې ناروغۍ پرضد د تیاری خبر ورکړى،دې غونډې له ایران سره تګ او راتګ په بشپړه توګه بند کړى او پر دیپلوماتیکو روابطو هم د احتیاط غږ شوى دى! همدا رنګه د عامې روغتیا وزارت له خوا پر خلکو غږ شوى، چې دفاعی تدابیر ونیسی، ماسکونه واغوندی او له ګڼ مېشتو سیمو ځانونه لرې وساتی، ډاکټران وایی، چې ملت باید هم له نورو کسانو سره په تماس نیولو او هم په خوړو کې ډېر پام وکړی، دغه راز ویل کېږی، چې باید له وېټامین سی لرونکیو مېوو او خوراکی توکیو ډېره ګټه واخیستل شی! په همداسې حالت کې ملت سخت په وېره شوى دى، ملت اندېښنه لری، چې هسې هم په هېواد کې معیاری روغتونونه او معیاری دارو درمل نشته، نو څنګه به د دې ناروغۍ درملنه وشی؟ د عامې روغتیا وزارت بیا وایی، چې په مرکز او ټولو ولایتونو کې یې د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره صحی تدابیر نیولی او د دې لپاره یې په مرکز کابل او ولایتونو کې ځانګړى څو بستریز روغتونونه ایجاد کړی دی. خو بیا هم د ملت اندېښنې پر ځاى دی،حکومت باید سټنډرډ او د باکیفیته دارو غم وخوری. دا روغتیایی خدمات باید ځنډنی او ټکنی نه شی، بلکې پر خپل وخت یې له بهره د راوړو چارې بشپړې شی! د عامې روغتیا وزارت باید وختی د دې لپاره خپل مسوولیت تر سره کړى واى، اوس هم وخت شته، خو پر تجارتی او بې کیفیته آن زهرجنو دارو درملو تکیه په هېڅ توګه د منلو او بخښلو نه ده!

که دغه وایروس هم عام شی او پر نورو کسانو هم برید وکړی، نو پرضد مبارزه باید مبارزه ممکنه شی. د کرونا وایروس د درملنې یا کنټرول لپاره نړیوالو مرستو او همکاریو ته سخته اړتیا ده! دا وایروس چې په چین کې را منځته شوى، د سلګونو وایروسونو په منځ کې نا پېژندل شوى وایروس دى، چې د وبا په څېر انسانان وژنی! خبرونه وایی، چې چین د دغه وایروس پرضد پیاوړی ګامونه اخیستی او کنټرول کړى یې دى، افغان حکومت باید د دې ناروغۍ پرضد د مبارزې تجربې له چینه کاپی او دلته یې عملی کړی، خو د عامې روغتیا یا روغتیایی مسوولینو تر ټولو ستره او ځنډ نه منونکې دنده داده، چې پر دې ناروغۍ اخته کسان کنټرول کړی او له نورو کسانو یې له تماسه منع کړی! افغان حکومت باید له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره نړیواله مرسته وغواړی! چین خبر ورکړى، چې د کرونا ویرس ضد واکسین یې جوړ کړى دى، د دغه واکسین تر لاسه کول د افغانستان لپاره ستر لومړیتوب دى او باید له ځنډ پرته یې تر لاسه کړی! د دې ترڅنګ ولس ته د عامه پوهاوی پروګرامونه، ضروری دی، له بده مرغه ،چې تر اوسه نه دی ورکړل شوی، غوره ده، چې په دې کې هم جدی اقدامات وشی، بل خوا رسنۍ، دینی عالمان، ښوونکی، د پوهتونونو استادان، مدنی ټولنه او ټول فعالین باید د دې ناروغۍ د مخنیوی لپاره عامه پوهاوى ورکړی او په دغه ستر جهاد کې برخه واخلی!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید