روزنامه هیواد

په افغانستان کې د چرګانو په لس زره فارمونو یو میلیارد ډالر پانګونه شوې

د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه وایی: تر دې دمه په ټول افغانستان کې د چرګانو د پالنې پر ۱۰ زره لویو- وړو فارمونو له یو ملیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده. د ټولنې مسوولان وایی: دا مهال افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه خپله ۸۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوی، خو د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر معروف ظفر وایی: له بهر څخه هېواد ته د زړو چرګانو د غوښې او هګیو قاچاق لا هم په دې برخه کې د پانګونې د زیاتولو پر وړاندې لوی خنډونه دی او باید مخه یې ونیول شی.بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی وایی: اوس افغانستان ۲۹۰ زره ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لری چې ۲۱۹ زره ټنه یې د افغانستان له کورنیو فارمونو ترلاسه کېږی. دا په داسې حال کې ده چې لا هم هېواد ته د ایرانی او پاکستانی چرګانو د غوښې واردات بند شوی نه دی.د فارم لرونکو پر وینا: افغانستان ته دا مهال د چرګانو وارد شوې ټولې غوښې او هګۍ له ګمرک څخه پټې واردېږی چې کیفیت یې هم خورا خراب وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید