روزنامه هیواد

په افغانستان کې د پروفیسور ناکامورا نه هېرېدونکې هلې ځلې

افغانستان یو لرغونی او تاریخی هېواد دی،چې وګړی یې د آریایانو له زمانې بیا ترننه پورې مېلمه پال او قدردان خلک دی اوله دې وروسته به هم وی، خو د پروفیسور ناکامورا د بې رحمه او ظالمانه وژلو په اړه نه پوهېږوچې ځانونو ته څه خطاب وکړو، د مېلمه پال اوکه پېښه د سیمې د هېوادونو په استخباراتی کړیو پورې د تړل شویو یا پلورل شویو بې غیرته او تورمخو اجنټانو نا ځوانمردانه عمل ته اړونده کړو، لویه ستونزه داده چې موږ په دې پېښه څه قضاوت وکړو او نړیوال به پرې څه قضاوت کوی؟  ترټولو مهم داچې افغانان به یوځل بیا د نړیوالو اذهانو ته په کوم موقف او عنوان ورغبرګېږی، اوس خو موږ واورېدل او خبر شوو چې دښمن په یوه څپېړه یو مخ نه،بلکې ډېر مخونه خوږ کړی او په ډېره بې رحمۍ یې د افغانانو یوخواخوږی په ډزو سره وژلی دی. پروفیسور ناکامورا خو د مرګ لیاقت نه درلود، ځکه څه جرم یې نه درلود ، مېلمه پالنه یې یوې خواته، هغه خو د افغانستان د شړېدلی او څڅېدلی اقتصاد لپاره د نجات فرشته و، ځکه شپه او ورځ لګیا و، اود افغان ماشومانو لپاره یې د کونړ د سیند د اوبو په را ګرځولو سره ډوډۍ پیدا کوله اولګیا و چې افغانانو ته د کار او روزګار زمینه برابره شی هغه څومره نېک سړی و، چې له افغانانو سره د خواخوږۍ له مخې یې د افغانستان افتخاری تابعیت هم ترلاسه کړی و، نو ولې په کوم جرم او د چا له خوا ور سره  داسې عمل وشو چې له یوه پلوه یې د افغانانو د مېلمه پالنې غرور مات او په دې عنعنه یې ورته تور تاریخی داغ کېښود اوله بل پلوه یې په خپل دغه ناوړه او بې شرمه عمل د ټولو افغانانو په زړونوکې د کرکې او نفرت څپې را اوچتې کړې ، تاریخونه په دې پېښه څه قضاوت کوی ؟ دا به د ټولو افغانانو عملکرد بولی اوکه به د انصاف له مخې دا پېښه د دوو درېیو استخباراتی مجرمینو یو نه بښونکی جرم ګڼی (؟)  تر ټولو مهم داچې د پروفیسور ناکامورا قاتلین به له خپلو ځانونو سره څه استدلال کوی چې ښه عمل یې وکړ،که بد ؟ د دوی په اند کله چې دوی د خپل سپېڅلی ضمیر او وجدان په آیینه کې ښکته وګوری څه به وینی، مګرله خپل ملک سره جفا، کرکه ، نفرت،وحشت ، ظلم ، بې غیرتی، ضمیر فروشی ، د پردیو جاسوسی او ستره عظیمه ګناه …

پروفیسور ناکامورا خو له سیاست سره کومه اړیکه هم نه درلوده، دغه مهربان سړی د ننګرهارخلکو په کاکا مراد مشهورکړی و، هغوی ته له ځانه هم ګران و، نو ځکه یې د افغانی دود له مخې ور ته (کاکا مراد) خطاب کاوه ، کاکا مراد په روانه پښتو ژبه خبرې کولې او په فارغو وختونو کې یې له افغانانو سره ناسته پاسته درلوده او د دوی ستونزې او وړاندیزونه به یې اورېدل او د هغو به اړه یې تصمیم نیوه. کاکا مراد د خپل پر مختللی وطن عیش اونوش او د ژوند ټولې آسانتیاوې د افغانانو د خیرښېګڼې او اقتصادی بسیا کېدو لپاره تر شا پریښې وې او د افغانستان ترینګلې او غم لړلې فضا ته د بشری خدمت لپاره راغلی و، د همدې حقیقت په درک کولو سره هغه د زړه له کومې د ننګرهار د خلکو په زړه کې د یو مهربان خواخوږی او مشفق شخصیت په توګه ځای درلود  او د ده بې رحمه  وژلو یې د دوی پر زړونو د خواشینۍ او افسوس هغه تور داغ پرېښود چې تر قیامته به پرې ځلېږی.د پروفیسور ناکامورا دردوونکې پېښې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د سیمې د هېوادونو د خواخوږیو اومدنی فعالانو او ځوانانو غصې هم را پارولې دی او ټولو د خپلو فېسبوک پاڼو او ټویټونو له لارې دا پېښه سخته غندلې ده ، د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک پروفیسور ناکامورا د کونړ سیند د اوبو شهید بللی او همدارنګه د ډیورند د فرضی کرښې په دواړو غاړو کې د دغه خدمتګار شخصیت وژل کېدو د خلکو کرکې او نفرتونه را پارولی دی.

په افغانستان کې د ده د کارنامو په اړه به نه یوازې افغانان افتخار کوی،بلکې د افغانستان او نړۍ تاریخونه به هم د ده پرخدمتونو ګواه وى او د ده قربانۍ به ستایی، دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ورته قبیح عملونه ترسره کوی،دوی تل په افغانستان کې د خیریه ټولنو پر مسوولینو بریدونه کوی او به دغه ملک کې د خدمت کولو دایره په دوی را تنګوی.

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید