روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د پاکستان نیابتی جګړه باید پای ته ورسېږی

د پاکستان استخباراتی اداره د بین الافغانی مذاکراتو د ماتولو په لټه کې ده.کاناډایی دیپلومات او د سیاسی مسایلو څارونکی چیریس الکساندر د استانبول په غونډه کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې ویلی، چې د پاکستان استخباراتی اداره یا آی ایس آی د بین الافغانی مذاکراتو د ماتولو او ناکامولو په لټه کې ده. نوموړی په ټوېټ پیغام کې ویلی، چې په افغانستان کې باید د پاکستان استخباراتی او نیابتی جګړه نوره پای ته ورسول شی.ده نړیوالو ته په خطاب ویلی: یو څوک باید پیدا شی، چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتی جګړه پای ته ورسوی او د مذاکراتو د ناکامولو لپاره ددغه هېواد هڅې ناکامې کړی.د دې تر څنګ ګڼو نورو سیاسی څېرو هم د استانبول  کنفرانس لپاره د طالبانو نه تیاری او په دې اړه خپاره شوی راپورونه د تاسف وړ بللی دی.دا په داسې حال کې ده ،چې وړمه ورځ د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند نعیم ویلی، چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه په ترکیه کې جوړېدونکی کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لری.نوموړی زیاته کړې ،چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږی، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلام به یې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید