روزنامه هیواد

په افغانستان کې د پاکستانی خطرناکو جاسوسانو نیول کېدل!

سره له دې، چې د طالب، داعش او ترهګریزو ډلو په جامو کې د پاکستان ملېشې د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه کې ښکېلی دی او د نظام پرضد وسله واله جګړه کې د پرمختیایی پروژو او بنسټیزو تاسیساتو په ورانولو لګیا دی، خو له دې سره سره یې افغانستان ته ډېر خطرناک جاسوسان هم را اوستولی او په پټه او ښکاره توګه په افغانستان کې هم جاسوسی کوی او هم د مخامخ جګړې قومانده پر غاړه لری!

افغان ځواکونو په مخامخ جګړه یا هم ترهګریزو ډله ییزو بریدونو کې هر وخت دا ډلې یا له منځه وړې او یا یې هم نیولی دی. اوس دا خبره نوره هم بربنډه شوې او د افغانستان ملی امنیت ادارې په تېرو ۶ میاشتو کې د پاکستان ۱۳ خطرناک جاسوسان نیولی دی. د هېواد د ملی امنیت یوه چارواکی په پټه رسنیو ته ویلی، چې امنیتی ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د ای اېس ای ۱۳ خطرناک غړی نیولی دی. یاد کسان د کابل په شمول په درېـیو ولایتونو کې نیول شوی چې په دوی کې اردو ژبی او پنجابیان هم شته. سرچینه وایی، دا جاسوسان په مختلفو نومونو هېواد ته راغلی او دلته یې په بېلا بېلو جامو کې ورکړل شوی ماموریتونه پر ځای کول.

د سرچینې په خبره له یادو ۱۳ تنو څخه یې ځینو له ۵ تر ۷ کلونو افغانستان کې جاسوسی کوله، پټ اطلاعات یې ټولول او بیا به یې مالومات له ځان سره پاکستان ته انتقالول. دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې این ډی اېس د هغو کسانو د پېژندلو او نیولو جدی هڅې پیل کړې، چې آی اېس آی او سپاه پاسداران ته جاسوسی کوی.

د سرچینې په قول تېر کال یې فراه کې دوه ایرانی جاسوسان هم نیولی او څه موده وړاندې یې یو طالب قومندان هم په هرات کې د سپاه پاسدارانو له موټر سره ونیو چې له ایرانه یې دغه قومندان هرات ته د پاشدان برېښنا بند الوزولو لپاره انتقالاوه. د دې تر څنګ د ملی امنیت ځواکونو د داعش په نامه د پاکستان ملېشې هم نیولې او یا یې له منځه وړې دی، ملی امنیت د داعش په نامه پر پاکستانی ملېشو مځکه سره کړې او د هغوی د پاکستانی والی ۲۱ کسیزې عملې تر څنګ یې سلګونه غړی په کابل، کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نیولی دی.

د پاکستان ملېشې او څارګرې شبکې نه یوازې له ډیورنډ کرښې سره څېرمه جنوبی او جنوب ختیځو سیمو کې ترهګریز فعالیتونه کوی، بلکې د هېواد شمال کې هم په ترهګریزو او یرغلیزو بریدونو کې مهم نقش لوبوی، موږ پر کندوز د طالبانو او ترهګریزو ډلو په برید کې ولیدل، چې پاکستانی لوړ پوړی ملېشه ځواکونه هم په هغه برید کې ووژل شول، د هغوی جنرالان چې د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول، مړی یې په ډېره سختۍ سره له هغه ځایه انتقال شول!

افغانان ډېر داسې ثبوتونه لری، چې په افغانستان کې د طالب، ترهګر او داعش په نامه ملېشې د پاکستان ملېشې دی او له څو کلونو را په دې خوا د طالب ډلې د هر یرغل او برید قومانده هم د پاکستانی ملېشو پر غاړه ده، دغه بریدونه ټول په پاکستان کې پلانېږی او د ترهګریزو بریدونو لپاره وسلې او پیسې هم راځی!

خو دا یوازې پاکستان نه دی، بلکې د ایران، روسیې او نورو مغرضو هېوادونو په شمول د هغوی جاسوسان او وسله والې ملېشې په افغانستان کې د نظام او هېواد پرضد جګړه کوی، له همدې امله د سولې چارې ژر پایله نه شی ورکولی او طالب ډله هېڅ د اوربند او یا جګړې ختمولو واک او اختیار نلری! دغه جاسوسان خو آن په ښکاره توګه هم فعالیت کوی؟!

افغان حکومت اوس په دې پوهېږی، چې د پاکستان او دغو یادو هېوادونو ملېشې یا د طالب، یا د ترهګر او یا هم د داعش ډلو په نامه او د هغوی په جامو کې د افغانستان پرضد مخامخ جګړه کوی، دا جګړه اوس پټه نه ده پاتې او افغان حکومت او ولس به بیا هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه خپل غږ پورته کوی! موږ د ملی امنیت ځواکونو له خوا د دغو پاکستانی خطرناکو جاسوسانو نیول ستایوو، دا نیونه پاکستان ته ستر پیغام دی، چې نور نو افغانان خپلواک هېواد او نظام لری او د هغوی مزدورې او جاسوسې ډلې که هغه د پنجاب دی او یا هم پلورل شوې داخلې ډلې، رسوا کېږی به او پر خپله سزا به رسول کېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید