روزنامه هیواد

په افغانستان کې د پارلمان تاریخ او بڼې

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره په دولتی سیستم کې د شورا په نامه یا بڼه لومړۍ هلې ځلې د امیر شېر علی خان د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې. د دغه ډول ګامونو تر شا د علامه سید جمال الدین افغان هڅې وې.

له یوې اوږدې مودې وروسته بیا د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د دولت شورا په نامه یو مجلس جوړ شو، چې د درې ګونو قوو ترمنځ یې بېلوالى  هم راوست.

دغې شورا ۲۵ غړی درلودل او د دوی کار تر ډېره په مشورې پورې محدود و، خو دا یو ښه پیل و.

د دولت د شورا غړی د ولایتونو د شوراګانو له غړیو او د اعلی حکومتونو له خوا د هر ولایت د نفوس په تناسب ټاکل کېدل، چې شمېر یې په لاندې ډول و:

  • د کابل ولایت ۵ تنه
  • د هرات ولایت ۴ تنه
  • د کندهار ولایت ۴ تنه
  • د ترکستان ولایت ۳ تنه
  • د قطغن او بدخشان ولایت ۲ تنه
  • د مشرقی سمت ۳ تنه
  • دجنوبی سمت ۲ تنه
  • د میمنې د اعلی حکومت ۱ تن
  • د فراه د اعلی حکومت ۱ تن

له دې را وروسته بیا د محمد نادرشاه په وخت کې پارلمان دوه بېل مجلسونه جوړ کړل، چې ملی شورا او داعیانو مجلس بلل کېدل.

د ملی شورا لومړۍ دورې د ۱۱۱ غړو په درلودلو د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې لوړه وکړه او خپله تقنینی دوره یې پیل کړه.

که څه هم د ملی شورا بنسټ د امان الله خان په وخت کې اېښودل شوى و، خو اصلی بدلونونه او قانونی بڼه د نادرخان په وخت کې ورکړل شوه. په همدې دور کې یې قانون، مسودې، نظامنامې او نړیوال تړونونه لاسلیک او تصویب کړل.

په پیل کې د ملی شورا غړی عموماً انتصابی وو او د هرې تقنینی دورې موده له دوو تر درېو کلونو پورې وه.

د نادرشاه په وخت کې ملی شورا په دوو برخو ووېشل شوه، یعنې ولسی جرګه او مشرانو جرګه یا سنا.

د پخوانی پاچاه ارواښاد محمد ظاهر شاه په موده کې د پارلمان تر ټولو ډېرې دورې ترسره شوې. دا موده نسبتاً ارامه وه او خلکو په ځلونو خپل استازی وټاکل.

د افغان پارلمان تر ټولو روښانه پېر هغه مهال و،  چې د ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا او د عبدالحی حبیبی په څېر غړی د هېواد له لر او بره ملی شورا ته استازی راغلل.

سردار محمد داود خان له کودتا سره پارلمان منحل کړ او نوى پارلمان یې (ملی جرګه) ونوماوه، خو د ده دا ګام او کار پلى نشو.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال ملی شورا له ۱۴ کاله ځنډ وروسته بیا د ولسی جرګې او مشرانو جرګې نوې دوره پیل کړه.

د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته افغانستان د ۱۴ کلونو لپاره ملی شورا نه درلوده.

د نوی اساسی قانون له تصویب وروسته افغانستان په ۱۳۸۴ کې ۱۵ مه تقنینی دوره پیل کړه او د افغان پارلمان دواړه برخې (ولسی جرګه او مشرانو جرګه) د پنځو کلونو لپاره وټاکل شوې.

په ۱۳۸۹ کې ۱۶مې دورې په کار پیل وکړ. د دوی د کاری دورې له پای ته رسېدو وروسته افغان دولت ونه شواى کولی پر وخت ټاکنې وکړی او د یوه فرمان له مخې د دې پارلمان کاری موده وغځول شوه.

د افغانستان د پارلمان د ۱۷مې دورې لپاره ټاکنې د تېرکال د تلې په ۲۸ مه نېټه چې د اکتوبر له ۲۰مې نېټې سره برابرېږی، ترسره شوې.

د پارلمان جوړښت: د اساسی قانون د ۸۳ یمې مادې پر بنسټ  ولسی جرګه غړی د مخامخ ټاکنو له لارې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږی. ولسی جرګه ۲۵۰ غړی لری او له هر ولایته یې شمېر معلوم دى. دا شمېر ټاکل شوى او د وګړو د شمېر د زیاتوالی پر بنسټ نه بدلېږی.

مشرانو جرګه بیا ۱۰۲ غړی لری. له دې ډلې ۳۴ یې له هر ولایته یو کس
د ولسوالیو له شوراګانو ټاکل کېږی، له هر ولایته یو کس د ولایتی شورا په خوښه ټاکل کېږی او پاتې یې بیا د ولسمشر له لوری انتصابی ټاکل کېږی.

په دې وروستۍ ډله کې د هرې برخې او توکم خلک باید موجود وی. لکه: معلولین، کوچیان، اهل هنود او نور.

د اوسنی پارلمان په اداری جوړښت کې اداری پلاوى پنځه کسان لری: رییس، دوه مرستیالان، منشی او نایب منشی.

د پارلمان بله برخه دارالانشا ده چې ولسی جرګه او مشرانو جرګه دواړه یې لری.  هره یوه بیا په خپل وار یو رییس، دوه مرستیالان او د دغې ادارې ځینې نور غړی وی. د دوی کار ډېر د اداری برخې، مدیریت، تنظیم او نورې چارې دی.

د پارلمان دکار یوه برخه کمېسیونونه دی، چې د ځانګړو قوانینو پر مسودو بحث کوی او  حکومت ته وړاندیزونه ورکوی.

  • د ملی شورا دندې
  • د قوانینو تصویب، ځنډول یا لغوه کول
  • د پراختیایی پروژو، ټولنیزو، فرهنګی، اقتصادی او د ټکنالوجۍ برخې تصویب
  • د دولتی بودیجې تصویب
  • د نړیوالو تړونونو تصویب یا لغوه کول
  • د اجراییه قوې پر کړنو نظارت او پوښتنې
  • د خلکو استازیتوب
  • هارون شفیقی
ممکن است شما دوست داشته باشید