روزنامه هیواد

په افغانستان کې د ټاپی پروژې تخنیکی کارونه په بشپړېدو دی

د افغانستان د کانونو او پټرولىم وزارت وایی: د افغانستان په خاوره کې د ټاپی پروژې تخنىکی کارونه په بشپړېدو دی.دا وزارت وایی: د افغانستان په خاوره کې د ټاپی پروژې ۹۰ سلنه تخنىکی، حقوقی او د سروې اړوند کارونه بشپړ شوی دی.د ىاد وزارت وىاند عبدالقدىر مطفی زیاتوی،چې په نږدې راتلونکی کې د دغې پروژې د تېرولو عملی چارې هم پىلېږی.ښاغلی مطفی زىاته کړه: (( د نقشې له مخې په پنځو واړو ولاىتونو کې هوایی، جىوتخنىکی، محىطی او ټولنىزې سروې د پلی کېدو په حال کې دی، دا وخت له تخنىکی، حقوقی او اقتصادی اړخه موږ د دغې پروژې د تطبىق په حال کې ىو، چې که د سلنې له مخې ىې وواىم موږ دا وخت له۸۰ څخه تر ۹۰ سلنو پرمختګ لرو.)) په افغانستان کې د ټاپی پروژې کارونه د روان کال د فبرورۍ په مىاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور ریىس د مرستىال له‎خوا د هرات په ولاىت کې پرانېستل شوه.ټاپی هغه پروژه ده ، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بىا هند ته لېږدوی.دا پروژه په کال کې د ۳۳ مىلىارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفىت لری، چې افغانستان بىا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ مىلىونه ډالرو ټرانزېټ حق تر لاسه کوی.افغان چارواکو وىلی، چې دا پروژه ۱۲۰۰۰ افغانانو ته د کار زمىنه هم برابروی.د دغې پرژوې نل‎لىکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې شاوخوا دوه زره کىلو متره اوږدوالى لری چې ۸۱۶ کىلومتره یې د افغانستان د هرات، فراه، نىمروز، هلمند او کندهار ولاىتونو څخه تىرېږی.د افغانستان او د ترکمنستان د بهرنىو چارو وزىرانو د چهارشنبې په ورځ په پنځمه امنىتی او سرحدی غونډه کې هم د دغې او په سىمه کې د نورو پروژو د امنىت پر ټینګښت خبرې وکړې.له دې وړاندې د دغې پروژې د امنىت په اړه هم اندىښنې مطرح شوې وې، خو د افغانستان د کانونو او کورنىو چارو وزارتونه په‎دې اړه اندېښنې بې ځاىه بولی.د کورنىو چارو وزارت د وىاند مرستىال نصرت رحىمی وایی: د ټاپی پروژې پر لاره امنىتی اندېښنې نه شته ، ځکه د ده پر وىنا د افغان ځواکونو له‎خوا په دغه مسىر تصفىوی عملىات تر سره شوی.ښاغلی رحىمی زىاته کړه: (( د ټاپی پروژې لپاره جدی امنىتی تدابىر نىول شوی  ، د دې کار لپاره زرګونه عسکرنىول شوی او په هغو ځاىونو کې چې امنىتی اندېښنې وې، تصفىوی عملىات تر سره شوی ،چې اوس اندېښنې لهمنځه وړل شوی دی.))له دې سره ځینې اقتصادی کارپوهان له دې ډلې یی سىف الدىن سىحون په‎دې باور دى، چې د دغې پروژې بشپړول د افغانستان پر امنىت او اقتصادی ودې مهم مثبت اغېز لری.د ده پر وىنا په برىا سره د دغې پروژې بشپړېدل به افغانستان د سىمې په ىوه نښلونکی هېواد بدل کړی.

ىوسف خان ځدران

ممکن است شما دوست داشته باشید