روزنامه هیواد

په افغانستان کې  د وچکالۍ کمېدو ته د خلکو هیلې وروستىو اورښتونو خلک هىله من کړی چې وچکالی به کمه شی

په کابل او ىو شمېر نورو ولاىتونو کې د تېرې چهارشنبې په ورځ بىا واوره واورېده او اټکل کېږی چې ممکن د افغانستان په ىو شمېر سىمو کې اورښت دوام وکړی. وروستىو اورښتونو خلک هىله من کړی ،چې وچکالی به ختمه ىا لږترلږه کمه شی.افغانستان په وروستىو کلونو کې پر له پسې وچکالىو ځپلى دى.ىوازې تېر کال د سختې وچکالۍ له کبله د بادغىس او غور نږدې درې نىم لکه اوسېدونکی مجبور شول، چې کور او اور پرېږدی او نورو سىمو ته ولېږدی.د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سره له دې چې لا هم اورښتونه کافی نه بولی او وایی، چې واورې نسبتاً په ځنډ وا ورېدې.ډېرو افغانانو په ټولنىزو رسنىو کې د واورو عکسونه خپاره کړی او هىله ىې ښکاره کړې، چې وچکالی به ورسره پاى ته ورسېږی.وىل کېږی ،چې د دې لپاره چې افغانستان د اوبو د زېرمه کولو لپاره بندونه نه لری، اکثره اوبه ګاونډىو هېوادونو ته بهىری او ىا هم ډېر ځلې د هوا له تودېدو سره پر سېلونو بدلېږی.د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستىال انجنىر خان محمد تکل هم دا خبره تائىدوی ،خو وایی چې وزارت ىې هڅه کوی چې اوبه مدىرىت کړی.روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د تنظىمولو ادارې ووىل، په ۲۰۱۸ مىلادی کال کې ۳ لکه او ۴۳ زره افغانان په خپل هېواد کې د وچکالۍ او جګړو له کبله بې ځاىه شوی.راپورونه وایی، چې په ۲۰۱۸ مىلادی کال کې د بې ځاىه شوىو په منځ کې د هغو کسانو شمېر ډېر دى چې د وچکالۍ له لاسه د مېنو پرېښودو ته اړ شوی دی.د وچکالۍ له کبله تر ټولو زىات خلک له بادغېسه بې ځاىه شوی دی.د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بادغېس او غور ۳۸ زره کورنۍ د وچکالۍ له لاسه د بادغېس مرکز قلعه نو او د هرات ولاىت ته کډه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید