روزنامه هیواد

په افغانستان کې د ولسوالانو اجرائیوی رول ډېرېږی

افغان دولت پرېکړه کړې چې د ولسوالانو اجرایی مسؤولیت ډېر کړی او خلک به په خدماتی چارو کې پیاوړی رول ولری. د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایی پخوا ولسوالانو اجرایی واک درلود؛ خو د وخت په تېرېدو یې واک کمزوری او نمایشی بڼه یې ومونده. خلکو ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام کې د سیمه ییزو ارګانونو مشر عبدالمتین بېک وویل د ولسوالانو دنده یوازې د پېژندپاڼو وېش او یا په لاسوندونو لاسلیک نه دی.ښاغلی بېک وایی هڅه کوی، هم د ولسوالانو رول پیاوړی کړی او هم د هغوی په ګومارنه او له دندې یې ګوښه کولو کې خلک رول ولری:(( مخکې د ولسوالانو د کړنو د ارزونې معیار عمودی و، په دې مانا چې د والی او یا هم د مرکزی ادارې له لوری تر سره کېده. اوس نو د خلکو رضایت د ولسوال د اغېز معیار ټاکی، ۵۰ سلنه ارزونه به امرانو او ۵۰ سلنه به د خلکو او ځایی اوسېدونکو له لوری ترسره کېږی. له دې وروسته به په دنده د ولسوال ټاکل کېدل، د خلکو رضایت اندازې پورې اړه ولری. پر دې طرحې اداری اصلاحات سره په ګډه کار کوو، دا د سیمه ییزې حکومتولۍ په بڼه کې ژور بدلون دی.))افغان حکومت په وروستیو کلونو کې ویلی، د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، د فساد کموالی او ولسوالیو کې د چارو ځنډونې مخنیوی لپاره، د افغانستان د ټولو ولسوالیو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوی.په وروستیو کې ځینی ولسوالان د ازادو سیالیو له لارې په دندو وګومارل شول. د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیری له دغو ولسوالانو دی. ښاغلی امیری وایی مخکې تردې د ولسوالانو اجرایی واک کمزوری و او د خلکو ستونزو لپاره یې په خلاص مټ کار نه شوای کولی: (( ولسوالانو ته یوه اندازه بودیجه ورکول کېږی چې د خلکو وړې ستونزې ور حل کړی، ولسوالانو ته واک ورکړل شوی چې د عدلی – قضایی ارګانونو په ګډون د ولسوالۍ په کچه له ټولو ادارو څارنه وکړی او ورڅخه رپوټونه وغواړی. مخکې تردې ولسوالان دا واکونه نه درلودل.)) د تخار د رستاق ولسوال عبدالغفور لودی د سیمه ییزو ارګانونو په وړاندیز او د ولسمشر په حکم ګومارل شوی دی. ښاغلی لودین وایی ددې طرحې عملی کېدل به د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا او د چارو د لا ښه کېدا لامل شی: (( که دا عملی شی، د ښې حکومتولۍ، اداری، د کلیو پراختیا او په ګڼو نورو برخو به ښه اغېز وکړی او سیمه ییزه حکومتولی به وده وکړی.)) افغانستان کې لاهم د ولسوالۍ شوراګانې نه دی جوړې شوې، خو ټاکل شوې په لومړی ځل د ولسوالۍ شورا ټاکنې به د را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره شی. دا شوراګانې به د ولسوالانو کړنې وڅاری او د سیمه ییزو چارو تر سره کېدو کې به له خلکو سره وی. افغانستان شاوخوا ۴۰۰ ولسوالۍ لری، خو په ځینو ولسوالیو چې شمېر یې مالوم نه دی، طالبان ولکه یا هم نفوذ لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید