روزنامه هیواد

په افغانستان کې د سیاسی هوکړې ملی او نړیوال هرکلی

د ولسمشر اشرف غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسی تړون له لاسلیکه په ملی او نړیواله کچه تود هرکلی وشو. دا تړون په داسې حال کې وشو، چې افغانستان د تپل شوې جګړې تر څنګ فقر، بېکاری او کورنا ویروس ګواښی،سیاسی مخالفت بل هغه و،چې پر دې ستونزو سربېره یې افغانان ګواښل.دې ستونزو ته په کتو سره ملت د دې هوکړې هرکلی کړی او سربېره پر دې، امریکا ، نړیوالو معتبره سازمانونو او سیمه‌ییزو هېوادونو دغه توافق ستایلی او هیله‌یې ښوولې چې پر مټ‌یې بین‌الافغانی خبرې پیل او حکومتوالی غښتلی شی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلی: (( خوشحاله یم چې اشرف غنی او عبدالله عبدالله د ټول‌شموله حکومت په اړه موافقې ته ورسېدل. اوس به هغوی په افغانستان کې د سولې لپاره اقدام کوی.)) پومپیو وروسته له هغه چې د مارچ په وروستیو کې د داسې جوړجاړی په هڅو کې پاتې راغی اعلام وکړ چې امریکا له افغانستان سره سمدستی یو میلیارد ډالره مرستې د روان ۲۰۲۰ کال په مخه کموی. پومپیو دا ګواښ هم کړی و چې که په افغانستان کې سیاسی مشران هوکړې ته ونه‌رسېږی امریکا به خامخا په ۲۰۲۱ کال کې هم د مرستو یو میلیارد ډالریزه کمښت تطبیقوی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی. د یوناما په بیانیه کې راغلی چې د دغه تړون پر مټ به غنی او عبدالله خپل سیاسی مخالفتونه هواروی او د ننګونو د له‌منځه وړلو لپاره به ګډ کار کوی. یوناما هیله ښوولې چې افغان مشران به وکولای شی د بین‌الافغانی خبرو د پیل په لور ګام پورته کړی او هم ورسره تړلې نورې ننګونې هوارې کړی. د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ هم د دې هوکړې هرکلی کړ دی. د سټولټنبرګ په حواله د ناټو سازمان په بیان کې راغلی چې د (کووېډ-۱۹ ) وبا او د افغانانو په وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالی له دوام سره سره دا تر ټولو مهمه خبره ده چې افغان مشران متحد شی او په ګډه د دایمی سولې لپاره کار وکړی. سټولټنبرګ د اوربند په تأمین ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتی چې تاوتریخوالی کم او په بین‌الافغانی خبرو کې برخه واخلی.

د افغانستان سیمه ییز نږدې ملګری او مرستندوی هېواد هندوستان هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې هیله ښودلې چې په افغانستان کې دا سیاسی تړون او د ملی مصالحې عالی شورا په تأسیس سره دایمی سولې ته د رسېدو او د ثبات د راوستلو په هدف هڅې نوې شی. هند چې په سیمه کې د طالبانو د یوه اصلی ملاتړی پاکستان سرسخته سیال دی په دې وروستیو کې یې د افغان سولې په برخه کې رول فعالانه او مثبت ارزول شوی دی. امریکا ان له هنده غوښتی چې له طالبانو سره خبرې وکړی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د دې هرکلی کړی او د بین‌الافغانی خبرو د پیل لپاره یې د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دې هوکړې د ملاتړ تر څنګ ویلی چې هیله لری په افغانستان کې دا سیاسی تړون په منصفانه شکل تطبیق او ټولې خواوې په ګډه د بین‌الافغانی خبرو د پیل په لور ودانګی. سیاسی کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې د ۱۳۹۸ کال د دلوې په ۲۹مه د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غنی د افغانستان د جمهور رییس په توګه اعلام کړ. عبدالله عبدالله په هماغه ورځ دا نتیجه رد کړه او ویې‌ویل چې په خپله ټول‌شموله حکومت تشکیلوی. ولسمشر اشرف غنی په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې لوړه وکړه. دغه حالت د افغانانو ستونزې نورې هم پراخه کړې، وروسته سیاسیون او جهادی مشران او همدا رنګه امریکا ناټو، ملګرو ملتونو او اروپایی ټولنې د همداسې هوکړې غوښتنه کوله، چې داسې یو حکومت رامنځته کړی چې سوله او سیاسی راتلونکې تضمین وکړی. د دغه تړون په اساس عبدالله عبدالله د نوې تأسیس شوې ملی مصالحې عالی شورا مشر دی چې د سولې لپاره ټولې اړوند چارې رهبری او د دې لپاره نړیوالې مرستې جلب او د دې پروسې د بریا لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع د غونډولو مسولیت تر سره کړی. په دې سربېره د هغه د ټاکنیز ټیم ملګرو ته په کابینه کې سهم ورکول کېږی او هم سیاسی متحد جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه منظور شوې.  په اوسنیو شرایطو کې دا د اشرف غنی زغم او د ملی یووالی، د چارو د پرمختګ او د سولې لپاره غوره سیاسی اقدام دئ. اوس باید دغه مسوولین په مخ کې پردې ګڼې او ځنډ نه منونکې دندې په ښه توګه تر سره کړی. مقام کوم اعزاز نه دی، بلکې دا د ولس امانت دی، نو مقامات باید د ولس د غوښتنو لپاره کار وکړی. د فقر له منځه وړل، د سولې راوستل او د بې کارۍ مخنیوی، هغه څه دی، چې ولس یې غواړی. خو د سولې لپاره باید د نړیوال ملاتړ پر مټ د طالبانو په ځای د هغوی له ملاتړیو لکه پاکستان، ایران او روسیې سره سوله وشی،ځکه هغوی د طالبان او ترهګر پر مټ دا جګړه روانه ساتلې ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید