روزنامه هیواد

په افغانستان کې د سولې ناکامې هڅې!

له طالبانو سره د سولې خبرې نوی پړاو ته وروسته له هغې داخلېږی، چې له امریکایی پلاوی سره د طالب ډلې شپږ ځله خبرې بې پایلې او ناکامې پاى ته ورسېدې، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا دمتحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دا تریخ واقعیت منلى ، خو جرمنی ویلی، چې ګنې امریکا دا مسوولیت ور سپارلى او تمه ده، چې ډېر ژر به د سولې لپاره د بین الافغانی خبرو لومړۍ غونډه جوړه کړی، خو کله چې د سیمې او نړۍ ښکېلې غاړې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې له دوامه لاس وانه خلی، نو دا جګړه په هېڅ صورت سره پاى نه مومی، طالب ، داعش ، ترهګر او بنسټپالې ډلې د دې جګړې د دوام لپاره کرایه شوې او غلامې شوې ډلې دی، چې په هېڅ صورت سره له جګړې په شا کېداى نه شی او نه هم په خپل سر له افغان حکومت سره د سولې لپاره بین الافغانی خبرې کولى شی. موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې ولیدل، چې څوک د سولې هڅې ناکاموی او جګړه یې څومره په ګټه ده! یو شمېر کسان د سولې د نه راتګ پړه بیا پر افغان حکومت اچوی، دوى د همدغو جګړه مارو بهرنیو لوریو یا د افغانستان تاریخی او قسم خوړلیو دښمنانو په لمسون داسې ډنډورې غږوی، چې ګنې افغان حکومت د سولې مخالفت کوی، دوى دا هم په ډېرې سپین سترګۍ سره زیاتوی، چې ګنې طالب خو سوله کوی، خو افغان حکومت یې نه منی!؟ مشهور متل دى، چې (( لمر په دوو ګوتو نه پټېږی!)) دا ډنډوره چیان هم ملت ته مالوم دی او هم زموږ تاریخی او قسم خوړلی دښمنان رسوا شوی او ملت دا ټول پېژنی، چې هغوى د څه لپاره په افغانستان کې جګړه توده ساتلې ده! خو په حقیقت کې افغان حکومت د سولې لپاره هره دروازه ټکولې ده، له هر چا سره په تماس کې شوی دی، په کور د ننه یې د سولې لپاره عالی شورا جوړه کړې، خو نه څوک سوله ورسره کوی او نه هم د سولې عالی شورا ته کوم اهمیت ورکول کېږی، خو بیا هم دا مغرضې کړۍ، چې له بهره لمسول کېږی اود ډنډورو غږولو نوى چل ورښوودل کېږی ، هغوى بیا هم وایی، چې ګنې طالبان برحقه دی، طالبان له امریکا سره دې پرېکړې ته رسېدلی، چې اوسنۍ نظام چپه او د هغوى په وینا (( اسلامی نظام )) راولی او ګنې په دې اړه امریکا او طالب ډله هوکړې ته رسېدلی دی!؟ دا بې اودسه خبرې دی، نه ملت د طالب نظام غواړی، نه د امریکا دا خوښه ده، چې د اوسنی نظام بدیل دې بېرته د نویمو کلونو په څېر وټاکی او نه هم خلیلزاد دا واک او اختیار لری، چې د افغانستان پر سر له چا سره معامله وکړی، طالب هغه ډله ده چې د دښمن تپل شوې جګړه پر مخ وړی او درګرده د پرمختیایی او بنیادی ګټو خنډ ګرځی او دا بنسټونه نړوی!

دا مغرضې ډلې بیا هم هڅې کوی، چې د خلکو سترګو ته خاورې او ایرې وروشیندی، هغوى بیا وایی، چې ګنې حکومت د سولې خنډ ګرځی، نو دا حکومت دې نسکور  او مؤقت حوکت دې جوړ شی، چې طالب ورسره خبرو ته زړه ښه کړی! دا کسان دا ضمانت هم نه شی ورکولى، چې هغه مهال به کرایه شوې طالب ډله له مؤقت حکومت سره سوله وکړی او که څنګه!؟ بس د دې ضمانت نشته! خو ملت سوله غواړی، داسې سوله ،چې وروستۍ لاسته راوړنې زیامنې نه شی! حکومت هم تر هغې واک چلولى شی، چې بیا د رایو پر بنسټ ولسمشر نه وی ټاکل شوى! که ملت بیا هم د واک لېږد غواړی، نو باید داسې کس ته واک ولېږدول شی، چې له اوسنی ولسمشر څخه یې پلانونه قوی او له هغه هم پوه وی! ملت دا نه منی، چې د مؤقت حکومت تر نامه لاندې دې افغانستان په رڼا ورځ دښمنو لوریو ته او د هغوى شریکانو ته تسلیم کړل شی او هغوى دې بیا ترې خپله خپله خپله ونډه!؟ پرې کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید