روزنامه هیواد

په افغانستان کې د سولې لپاره د قطر د شپږمې غونډې څرنګوالى

سمېع الله سمېع

لومړۍ برخه

د افغان سولې په اړه د خلیلزاد ، اووم سفر او دقطر د خبرو شپږم پړاو:

د روان کال دغویی په ۲ىمه ىوشمېر رسنىو خبرورکړ چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی  زلمی خلیلزاد ، یو وار  بیا دسیمې هېوادونوته سفرونه پىل کړی دی. دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په اساس خلیلزاد، داځل افغانستان ،هند ، پاکستان ، قطر، روسیې او بریتانیا ته سفرکوی. ده تېرځل قطر، هند او روسیې ته سفرونه کړ او له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرې ونه شوې.

خلیلزاد به داځل افغانستان ، هند ، پاکستان ، قطر، روسیې او بریتانیا ته سفروکړی.

د طالبانو د قطر  ددفتر ویندوى سهیل شاهىن د فرانسپرس آژانس ته ویلی چې دامریکا او طالبانو ترمنځ د را روان شپږم پړاو خبرو تمرکز به په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش وی. دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې  ویل  شوی ، چې خلیلزاد به له طالبانو سره په کتنه کې دافغانانو ترمنځ دسولې دخبرو په پیلېدو ټینګار وکړی.  خلیلزاد  په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی: ددغه سفر په لړ کې به دسولې له بهیره دنړۍ دهېوادونو  د ملاتړ پرزیاتېدو او دبین الافغانی خبرو اترو پیلولو ته دافغانانو پرهڅولو تمرکز وکړم.

 دمسکو په غونډه کې د خلیلزاد ګډون:

ددغه سفر په بهیر کې خلیلزاد د ۱۳۹۸ ل کال دغویی په ۴مه دافغان سولې په اړه د  مسکو په  درې اړخیزه غونډه کې دګډون لپاره دغه ښار ته ورسېد. په مسکو کې درې اړخیزه غونډه د امریکا ، چین او روسیې د استازو په ګډون دغویی میاشتې  په پنځمه جوړه شوه . په غونډه کې دافغان سولې په اړه په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو په شتون  له ترهګرو سره په ګډه مبارزه اوپرنورو موضوعاتو خبرې وشوې.

دمسکو په غونډه کې یوه ګډه اعلامیه هم صادره شوه چې په کې پر اوربند ټینګار شوى و، اوهم ویل شوی و، چې درېیمه درې اړخىزه غونډه به په بىجنګ کې جوړه شی.

 کابل ته د خلیلزاد  سفر:

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی خلیلزاد  ، د مسکو په درې اړخىزه غونډه کې له ګډون وروسته د غویی میاشتې  په ۸ ۱تمه کابل ته را ورسېد او ولسمشر غنی ته یې دمسکو  غونډې په اړه پوره معلومات ورکړل  او  ویې وىل چې  دمسکو په درې اړخیزه غونډه کې له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو پروتلو او دافغان سولې په برخه کې د اوربند پراعلام ټىنګار شوى دى.

 پاکستان ته دخلىلزاد سفر:

خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته د غویی میاشتې په ۹مه پاکستان ته ورسېد. له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د جنوبى آسىا لپاره دامریکا دبهرنیو چارو  وزارت مرستیاله میرمن الیس وىلز، هم ملګرې وه.

خلیلزاد  په دغه سفرکې د پاکستان دوسله وال پوځ له لوى درستیز جنرال جاوېد قمر باجوه  اونورو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

له طالبانو سره دخلېلزاد ،  د شپږم پړاو خبرې:

خلیلزاد له  طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو لپاره دغویی میاشتې  په لسمه قطرته روان شو ، مخکې له دې چې په دوحه کې له طالبانو سره خبرې وکړی ، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمېن مسعودې سره  یې دافغان سولې په اړه خبرې وکړې . د طالبانو د پلاوی مشر ملاعبدالغنی برادر هم دافغان  سولې په اړه د اندونیزیا دبهرنیو چارو له وزیرې مېرمن مسعودې سره خبرې وکړې.

په دوحه کې دخبرو په لومړى ورځ د پنځم پړاو پرمسایلو بیا خبرې وشوې، په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او له ا فغان خاورې څخه دامریکا پرضد کارنه اخیستل شامل وو. په دې ورځ د روسیې ددفاع وزیر یو شمېر رسنیو ته وویل، چې باید بین الافغانی خبرې پیل شی.

نوموړی په افغانستان کې دداعش جنګیالیو په زیاتېدلو هم خپله اندېښنه ښکاره کړه.

د ناټو ملکی استازى هم په افغانستان کې دداعش په زیاتېدو خپله اندېښنه ښکاره کړه.

 په قطر کې د خلیلزاد دخبرو دویمه ورځ:

د روان کال دغویی میاشتې په دوولسمه له طالب پلاوی سره د خلیلزاد دخبرو دویمه ورځ وه. ددغو خبرو په اړه خلیلزاد دغویی په دیارلسمه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی

دخبرو اترو لپاره بېرته قطر ته رسېدلى دى. ده زیاته کړه :

طالبانو ته مې په خبرو کې په ډاګه کړه : افغانان چې ستاسې وروڼه او خویندې دی، دوی د اوږدې جګړې پاى ته رسېدل غواړی، اوس ددې وخت را رسیدلى چې وسله پرمځکه کېږدئ،  له تاوتریخوالی لاس واخلئ اوسوله ومنئ.

خلیلزاد ویلی ،چې په سوله کې هغه وخت پرمختګ کېږی چې پر  څلورو موضوعاتو، دبهرنیو ځواکونو وتل، دترهګرۍ پرضد مبارزه، بین الافغانی مذاکرات ، دتاوتریخوالی کمول، چې ورسره بیا یو جامع اوربند ته هم لاره هواره شی ، موافقه وشی.

خلیلزاد  زیاته کړه، ترهغې  بشپړې پرېکړې ته  نه رسېږو ، چې پردغو څلورو موضوعاتو موافقه
نه وی شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید