روزنامه هیواد

په افغانستان کې د (( سلام ژوند )) په ذریعه درملنه شونې شوه

که څه هم په پرمختللې نړۍ کې  انلاین درملنه زیاته مروجه ده ، خو له دې وروسته به په لومړی ځل په افغانستان کې د انټرنټ د یو ځانګړی پروګرام له لارې د ډاکترانو او ناروغانو وصلول ممکن شی.د عامې روغتیا وزارت د دی روغتیایی خدمت د عامولو لپاره د یوخصوصی شرکت په همکاری یو اپلیکېشن ترتیب کړې، چې ناروغان کولای شی هرکله په نورو سیمو یا هېوادونو کې له معالجو ډاکترانو سره په تماس کې شی.د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز څه موده وړاندې وویل: دا اپلیکېشن به په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو په رسولو کې مرسته وکړی. ډاکتر فیروز وایی: روغتیایی کارکوونکی به له دې اپلیکېشن څخه په دوو روغتونونو کې کار واخلی.د چارواکو په وینا د صحت طفل او شیخ زاید په روغتونونو کې، ددې له معرفۍ سره په روغتونونو کې د کار سرعت زیاتېږی او ناروغ به په دې پوهیږی چې په روغتون کې کوم خدمتونه امکانات شته او کوم ډاکتر نوکریوال دی. ددغه  وزارت په  وینا له دې وروسته ډاکتر اړ نه دی ، چې نسخه ولیکی بلکې ټول اجراات به الکټرونیکی کوی.په نړیوالو مرستو کې یوازې د امریکا نړیواله پرمختیایی اداره د افغانستان د روغتیا له وزارت سره د حفظ الصحې او تغذیې، د صحی خدمتونو د ادارو د قابلیت دلوړولو، د محلیروغتیایی خدمتونو د پراختیا او د ماشومانو د اسهال او خوارځواکۍ د مخنیوی پروګرام، د توبرکلوز د درملنې او وقایی او د مور او ماشوم د تغذیې او سالمې ودې لپاره ګډه همکاری کوی.د افغانستان اکثریت ناروغان خصوصاً د زړه ناروغیو، پښتورګو، لویو عملیاتو او جدی عملیاتو لپاره بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځی.پهداسې یوه هېواد کې چې روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی په پراخه کچه نه شته او زیاتره خلک په کلیوالو سیمو کې له روغتیایی خدمتونو محروم دی، څنګه کولی شی ،چې له داسې یوه اپلیکېشن څخه ګټه پورته کړی.

ډاکتران وایی: روغتیایی خدمتونه په ټول جهان کې ډیجیټل شوی او په افغانستان کې هم دا خدمتونه ډیجیټل کېدو ته اړتیا لری.دا اپلیکېشن (( سلام ژوند )) نومیږی، په لومړی سر کې به په دوو روغتونونو کې عملی شی او په دولتی روغتونونو کې وړیا دى.

ډاکتران زیاتوی : دا چې طبابت پرمختګ کړى او د ناروغیو نوی ډولونه هم زیات شوی ، نو د درملنې
پخوانی میتودونه باید د درملنې په نویو طریقو بدل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید