روزنامه هیواد

په افغانستان کې د ریښتینې سولې لپاره لومړنی شرط اوربند دی

تېره اوونۍ د امریکا جمهوررییس ډونالډ ټرمپ په ناڅاپی سفر افغانستان ته راغى او له جمهور رییس غنی سره یې له کتنې وروسته د ترورېزم ضد مبارزه کې د افغان ځواکونو پرمختګونه وستایل، د دواړو هېوادونو جمهورو رییسانو ټینګار وکړ، چې که طالبان د سولې هوکړه لیک ته ژمن وی، باید اوربند ومنی او که چېرې وغواړو په افغانستان کې تلپاتې سوله تامین شی باید له هېواده بهر د تروریستانو ځالې له منځه یو وړل شی.

ښاغلی ټرمپ نږدې دوې میاشتې وروسته له هغې افغانستان ته سفر وکړ چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې لغوه کړې. دا افغانستان ته د ښاغلی ټرمپ لومړنی سفر و. ولسمشر ټرمپ روښانه کړه، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به دوام ومومی او دواړو مشرانو په دې تمرکز وکړ، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید، د ترهګرۍ په ځالو کې وشی! دا د افغانانو، سیمې او آن د نړۍ ستره غوښتنه ده، ولسمشر ټرمپ جمهور رییس غنی ته ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغان حکومت سره تر ډېره ملاتړ او همکارۍ ته زور ورکړی، ځکه د افغانستان او امریکا ملګرتیا بنسټیزه او اوږد مهالې ده، دښمنو لوریو ته دا روښانه پیغام و، چې، افغانستان به په هېڅ توګه د ترهګرۍ پر ځالو بدل نه شی او نه دې هم څوک د دې لپاره هڅه کوی! د دواړو ولسمشرانو په لیدنه او خبرو کې څه چې مهم وو، هغه په افغانستان کې د سولې لپاره ژمنتیا وه، خو د دې سولې لپاره د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ غوښتنه ((اوربند)) و، هغه اوربند چې د سولې لپاره سره کرښه او لومړنی شرط بلل کېږی او هغه اوربند چې تېره اوونۍ د دواړو ولسمشرانو په تلېفونی خبرو کې هم پرې ټینګارو شو په هر حال په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو لومړی پر اوربند ډېر تمرکز وشو، که طالبان د سولې لپاره چمتو وی، نو باید لومړی اوربند وکړی، په دې اړه ولسمشر ټرمپ رسنیو ته هم خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړی. ټرمپ چې د ولسمشر غنی ترڅنګ ولاړ و، وویل: (( طالبان غواړی چې جوړجاړی وکړی او موږ له دوی سره وینو او وایو، چې باید اوربند وشی، خو دوی ونه غوښتل چې اوربند وشی، مګر اوس دوی غواړی چې اوربند وشی، زه باور لرم چې له ((اوربند)) سره به کار پر مخ لاړ شی.)) ښاغلی ټرمپ له افغانستانه د یو شمېر سرتېرو د ایستلو اعلام هم  وکړ او ویې ویل،چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې ده. ولسمشر ټرمپ چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلی، د افغانستان جمهور رییس غنی، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر او نور امریکایی چارواکی یې هم تر څنګ ولاړ وو، سرتېرو ته یې په وینا کې وویل: له افغانستانه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی، خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېری به له افغانستانه وباسی. ښاغلی ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی. ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې افغانستان ته راغی چې د سولې مذاکرات د کنګل تر ماتېدلو وروسته بېرته د نورمال حالت پر خوا روان دی، له ښاغلی ټرمپ څخه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلی هم کابل ته راغلی و او له ولسمشر غنی سره یې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه د زیات ملاتړ، د سولې د پروسې او له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.په پیل کې جمهور رییس غنی جنرال مېلی او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې، ثبات، امنیت او په افغانستان کې د دوی د قربانیو په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ځواکونو د دوامدار او بې مثاله ملاتړ او تعهداتو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: په تېرو ۱۸ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پایدار مشارکت او نږدې همغږۍ زیاتې لاسته راوړنې درلودې او د جګړې او سولې په څېر یې مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ګډ کار اهمیت او مشوره ارزښتمنه وبلله ، جنرال مارک مېلی هم د ترورېزم پرضد مبارزه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر کړنو او هڅو خوښی څرګنده کړه او ویې ویل: افغان زړورو ځواکونو زیاتې قربانۍ ورکړې او د پام وړ پرمختګونه یې لرلی دی. نوموړی د افغان ځواکونو چې له امریکایی ځواکونو سره د ګډ دښمن پر ضد د مبارزې اود ګډو موخو او ګټو د ساتنې په برخه کې همکاری او همغږی کړې، قدردانی وکړه.جنرال مارک مېلی وویل: د امریکاد متحدو ایالتونو ځواکونه د ترورېزم ضد مبارزې په برخه کې خپل ماموریت ته ژمن دی او زموږ هېواد او ملت د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره هڅه کوی. ده زیاته کړه، هیله لرم طالبان له جګړې لاس واخلی او سوله ومنی. اوس طالبانو ته په کار ده چې په افغانستان کې سراسری او دوامدار اوربند وکړی، ځکه د جګړې د پای ته رسولو  لپاره لومړنى شرط اوربند دی، که طالبان په ریښتیا ځانونه خپلواک بولی، نو ژر تر ژره دې لومړی اوربند وکړی او بیا دی بین الافغانی مذاکرات پیل کړی، کنه نه یوازې د امریکا بلکې د اروپایی او نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې به راشی او هرو مرو به دوی له هرې ممکنې لارې اوربند او سولې ته حاضر کړی، ولسمشر ټرمپ هم په ډاګه وویل چې د افغانستان د امنیت او باثباته کولو لپاره اړتیا شته چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید، د ترهګرۍ په ځالو کې وشی! د ښاغلی ټرمپ له دغې خبرې د بې ګناه افغانانو ټینګ ملاتړ شوی، دا ځکه د ولس همدا غوښتنه ده چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کې له ټولو لومړی د  دوی روزنځایونه، پټنځایونه او ځالې په نښه او له خاورو سره خاورې شی، که ولسمشر ټرمپ دا کار وکړی، نو ښکاره خبره ده چې پر ترهګرو ډلو تمویلوونکې سرچینې او فابریکې وچېږی او نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ د دغې ترهګرۍ له امله با ثباته پاتې کېږی.

رفیع الله – رؤفی

ممکن است شما دوست داشته باشید