روزنامه هیواد

په افغانستان کې د روانو ناخوالو د کمولو لپاره هڅې پیلوو

 خلیلزاد وایی: ژر به هڅې پیل کړو، چې په افغانستان کې دواړه خواوې اوربند او د تاوتریخوالی کمولو ته وهڅوی.د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلی : په افغانستان کې اوسنی روان تاوتریخوالی د جدی اندېښنې وړ دی.دده په خبره تازه به رسمی هڅې پیل کړی، چې طالبان او افغان حکومت د تاوتریخوالی کمولو ته وهڅوی.ده یو ځل بیا ویلی، چې په افغانستان کې جګړې د پای لپاره ښکاره نېټه نه شی ټاکلی، خو پوره هڅه یې روانه کړې ،چې روانه جګړه له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې پای ته ورسېږی.خلیلزاد وایی: د سولې راتګ او اوربند د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړی.خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت ورځ تر بلې ترېنګلی کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید