روزنامه هیواد

په افغانستان کې د رسنیو پر کار کوونکو د برید پرضد سخت غبرګونونه

په کابل کې د خورشید خصوصی ټلوېزیون د کار کوونکو د عملې پر موټر چاودنه کې دوه ملکی وګړی ووژل شول او د دغه ټلوېزیون د درېـیو کار کوونکو په ګډون څلور تنه ټپیان شول.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلی، چې افغان حکومت باید په دې اړه جدی څېړنې وکړی.

دغه سازمان همدارنګه له افغان حکومت څخه غوښتی چې د یاد برید عاملین تر نیولو وروسته محاکمه کړی، چې افغان خبریالان بېله کومې وېرې خپل کار ته دوام ورکړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم وړمه ورځ دوشنبه پر خپل ټوېټر د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلی، چې د رسنیو کار کوونکی او ملکیان په نښه کول «جنګی جنایت» دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم دغه برید ته په غبرګون کې ویلی، چې ښکېلې خواوې د رسنیو او ملکی وګړو د په نښه کولو پر ځای باید سولې او د افغانستان پر راتلونکی تمرکز وکړی.

هغه ویلی: (( په افغانستان کې د رسنیو د کار کوونکو په نښه کول هېڅ معنا نه لری.))

په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر هم پر یادې پېښې د خواشینۍ په ښوودلو سره پر خپل ټوېټر لیکلی: (( د خبریالانو د خاموشه کولو هڅې به، هغوى نور هم قوی کړی.))

د دغه ټولنې سفیر پیری مایدون ویلی، چې اروپایی ټولنه به د افغان خبریالانو تر څنګ ولاړه وی.

د افغانستان لپاره د جرمنی سفیر هم د خورشید ټلوېزیون پر کار کوونکو برید غندلى او هغه یې یو ناوړه عمل بللی دی.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو هم دغه برید غندلی اوله  افغان حکومت یې غوښتی چې د رسنیو د کار کوونکو امنیت ته پام وکړی.

د«SITE intel Group» د راپور له مخې د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

تېره میاشت وسله والو طالبانو یو شمېر رسنیو ته خبرداری ورکړ که د دوى پر ضد تبلیغاتی اعلانات بند نه کړی هدف به یې وګرځوی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ او یا نی د راپور له مخې د ۲۰۱۹ میلادی له پیل څخه تر دا مهاله د خبریالانو په ګډون د رسنیو ۹ کار کوونکی وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید