روزنامه هیواد

په افغانستان کې د داعش له فعالیته وېره د څه لپاره ؟

داعش ډلې په عراق او سورىه کې د اسلامی دولت ىا خلافت غږ پورته کړ، خو هلته یې اوس ماتې خوړلې ده، نه د هغوى خلافت ایجاد شو او نه هم د اسلامی او بشری ارزښتونو له مخې چاته د منلو ده، دا ډله اوس په افغانستان کې را پورته شوې او د دې ډلې د فعالیت د پراختیا لپاره بېلابېلې بهرنۍ کړۍ او لوری هڅې کوی. په اصل کې دا ډله څو کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوه، یوې معتبرې امریکایی ورځپاڼې د دغه راز څرک ولګاوه ، چې په پاکستان کې دا ډله له ایجاد او د دې لپاره د مشرتابه له ټاکلو وروسته عراق او سوریې ته انتقال شوه، دې ورځپاڼې زیاته کړه، چې لومړى دا ډله له کوېټې قطر ته انتقال شوه، بیا په قطر کې د دې ډلې لپاره جعلی اسناد او پاسپورټونه جوړ او د عراق او سوریې د جګړې لپاره ولېږدول شوه. خو ځینې نور بیا وایی، چې ګنې په سوریه کې د دې ډلې را پورته کېدل ، ستره اړتیا وه او په سوریه او عراق کې د ستر اکثریت د واک د ترلاسه کولو لپاره ، مهم سنی خوځښت و، چې باید عربو یې ملاتړ کړى وى او حق حقدار ته سپارل شوى واى، ځکه په سوریه کې شیعه ګانو د پخوانی شوروی اتحاد په ملاتړ چې کوچنى اقلیت دى، له څو لسیزو را هیسې حکومت چلاوه او بشارالاسد یې پاتې شونى دى، نو باید دې ډلې د عربو او نورو سنیانو په ملتیا خپل حقونه تر لاسه کړی واى او حکومت ورسپارل شوى واى، خو له بده مرغه، چې له دغه مهم ملاتړ وروسته دا ډله د اسلامی دولتونو او اسلامی ارزښتونو دښمنو لوریو لاس ته ورغله، پانګونه یې پرې وکړه او داسې ستر ستر بشری ضد جنایتونه، وژنې، ورانونې او اسلامی ضد عملونه یې پرې وکړل، چې د اسلامی خلافت نوم پرې بد کړی! داعش ډلې به په هر ځاى کې د خلکو ښځې د خپلو کنیزو په توګه کارولې او هغوى به یې د جګړې په ډګر کې یا د جګړې په سنګر کې د خپلو شهوانی غریضو د سړولو لپاره ساتلې. په عراق او سوریه کې همداسې وشول. دا تر وسې وسې د اسلامی ضد لوریو هڅې وې، چې مخامخ یې نشواى کولى، بلکې د دې داعشۍ ډلې پر مټ یې وکړې. په اصل کې دداعش ډلې تر شا د نړۍ ستر قدرتونه ولاړ دی، دا سمه او پرځاى خبره ده، چې داعش ډله په پاکستان کې د نورو ترهګریزو ډلو ترڅنګ رامنځته شوه، په دې کې د روسیې د کې جې بی یا استخباراتی ډلې رول تر ټولو مهم دى، د دې ډلې جاسوسان د برېټانیې په استخباراتی ډله کې ننوتل او بیایې د انګلستان استخبارتی ډله ( ام آى سکس ) دې ته اړه کړه، چې داسې یوه ډله به رامنځته کړی، خو ( ام آى سکس ) د روسیې په هدف لا هم پوه نه ده!؟ روسیه په دې موخه دا کار کوی، چې په سیمه کې خپلې ګټې وساتلى شی، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت د روسیې لپاره حیاتی ارزښت لری، روسیه په مرکزی اسیا کې له لاسه وتلې سیمې بېرته ترلاسه کوی او نه پرېږدی، چې دا هېوادونه په بشپړه توګه له روسیې آزاد شی او اقتصادی آزادی هم ترې ترلاسه کړی، روسیه پر مرکزی اسیا یو نیم سل کاله واکمنی چلوی او لا هم غواړی، چې پرې واکمنه پاتې شی، لویدیځ په تېره امریکا او متحدین یې بیا غواړی، چې د مرکزی آسیا دغه روسی استعمار ته د پاى ټکى کېږدی. د دې لپاره پلان دى، چې هند د مرکزی اسیا لپاره د سوریې د بدیل په توګه رامنځته کړی، د دې موخې د تحقق لپاره پر ایران د امریکا له بندیزونو د چابهار بندر تر سیوری لاندې نه راځی او بندیزونه پرې نشته! ځکه چې مرکزی اسیا د افغانستان له لارې له هند سره وصل شی. دې ته په کتو سره روسیه بیا هڅه کوی، چې افغانستان وننګوی، یوازنۍ ډله داعش ده، چې دا وېره خپرولى شی، روسیه که څه هم له طالبانو سره مرسته کوی، چې ګنې داعش ډله پرې ځپی، خو د پردې تر شا د داعش ډلې په ایجاد او د دې ډلې د ملاتړ لپاره ستر رول لوبوی! روسیه پر مرکزی اسیا او په ځانګړې توګه د افغانستان پر ترکستان یا شمالی ولایتونو د خپلې ولکې د ټینګولو لپاره د طالب ډلې ښکاره ملاتړ کوی! د دې لپاره په دې وروستیو کې د داعش د مشر داسې وینا خپره شوه، چې ګنې خپل حضور په افغانستان کې ثابت کړاى شی، د داعش مشر بغدادی ته د وینا پر مهال افغانی کالی ور اغوستل شوی وو، چې یقینی کړی، چې ګنې هغه په افغانستان کې دى!؟ د داعش په اړه اوس امریکا هم اندېښنه ښکاره کوی، چې داسې باید نه واى شوی، د امریکایی استخباراتی چارواکو په وىنا د دې ډلې جنگىالی هڅه کوی چې د افغانستان په ختىځ او شمال ختىځ کې خپل فعالىت پراخ کړی. د امرىکا ىو استخباراتی مقام چې په افغانستان کې دنده لری، اسوشېټېډپرېس اژانس ته وىلی، چې داعش د افغانستان په شمال ختىځ کې په جلب او جذب بوخت دى.

دغه امرىکاىی مقام چې نه غواړی نوم ىې ىاد شی، په افغانستان کې د داعش وروستىو برىدونو ته په اشارې وىلی، چې دغه برىدونه په اروپا او د امرىکا په متحدو اىالتونو کې (( د سترو حملو لپاره تمرىنونه )) دی. ددغه امرىکاىی مقام په وىنا د داعش جنگىالی د کلىدی سىمو په نىولو سره کولاى شی په اسانه پىسو، وسلو او تجهىزاتو ته لاس اوږد کړاى شی او له هغه ځاىه خپل برىدونه پلان، تمرىن او چټک کړی.  د افغانستان د دفاع وزارت مقامات د ننگرهار ولاىت په اچىن، خوگىاڼىو او د سپىن غر ولسوالىو په مربوطاتو کې د داعش  ډلې خواره واره فعالىتونه تائىدوی. له دې وړاندې د سیمې عینی شاهدانو اندېښنه ښکاره کړې، چې داعش ډله په کونړ کې پراخې سیمې ګواښی، دوى وایی، چې داعش ډله لومړى پر یوه کلی ولکه ټینګوی، بیا د کلی یا سیمې د مشر کورنۍ برمته کوی او ترې ضمانت اخلی، چې پرضد به یې غږ نه پورته کوی او آن ملاتړ به یې هم کوی، دا ډول مشرانو ته د دغه سیمه ییز یا کلیوالی ضمانت د خپلولو لپاره (( پاک قرآن )) په لاس ورکوی او کور په کور یې ګرځوی، چې داعش ډلې ته به څه نه وایی او ملاتړ به یې کوی! په همداسې حال کې د ملی دفاع وزارت دا کوم خطری ګواښ نه بولی: (( داعش ىو گواښ دى، خو پدې کچه ندى چې هغه ىو جدی مشکل وگڼو، په دې خاطر چې د هېواد دفاعی او امنىتی ځواکونه د دې توان لری،چې  هره هغه ترورىستی ډله چې د افغانستان د گټو پر خلاف او زموږ د هېوادوالو پر وړاندې وجنگېږی، هغه له منځه ىوسی.)) دا ستر ګواښ دى، د پورته موخو د تر لاسه کولو لپاره دا د روسیې او پاکستان ، چې د پردې تر شا انګلستان هم دى، د سیمې د ګواښلو او وېرولو لپاره لویه پروژه ده! په افغانستان کې د داعش ډله په ځانګړی توګه د پاکستان ملېشې دی، ځکه په دې کې د پاکستان ګټې هم شته او پاکستان داسې یوې لوبې ته په ډېره لېوالتیا وردانګی، پاکستان په دې کې له روسیې سره په شریکه رول لوبوی! له اصلی موخې د خلکو د پام اړولو لپاره داسې اوازې خپرېږی، چې ګنې (( په سورىه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ښاىی افغانستان دې ډلې ته نوى مرکز وی. )) خو داسې نه ده، داعش هېڅ خپل مرام او پلان نلری، بلکې دا د یادو دښمنانو پلانونه دی، چې د داعش په نامه ډلې یې ایجاد کړې او خپلې موخې پرې پالی. افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ ناټو باید دې ته جدی پام واړوی، د داعش په ځپلو سره نه یوازې د افغانستان امنیت او ثبات خوندی کېداى شی، بلکې د ترهګرۍ د ملاتړیو لوریو د ناوړو لوبو مخنیوى هم کېږی.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید