روزنامه هیواد

په افغانستان کې د داعش د فعالیت زیاتېدل، لوېدیځه نړۍ گواښی

په عراق او سورىه کې د اسلامی دولت ىا داعش د خلافت له ماتې وروسته د ىو شمېر چارواکو په وىنا د دې ډلې جنگىالی هڅه کوی چې د افغانستان په ختىځ او شمال ختىځ کې خپل فعالىت پراخ کړی.د امرىکا ىو استخباراتی مقام چې په افغانستان کې دنده لری، اسوشېټېډپرېس اژانس ته د دغه مطلب په بىان سره وىلی، چې داعش د افغانستان په شمال ختىځ کې په جلب او جذب بوخت دى.دغه امرىکاىی مقام چې نه غواړی نوم ىې ىاد شی، په افغانستان کې د داعش وروستىو برىدونو ته په اشارې وىلی، چې دغه برىدونه په اروپا او د امرىکا په متحدو اىالتونو کې (( د سترو حملو لپاره تمرىنونه دی)).ددغه امرىکاىی مقام په وىنا د داعش جنگىالی د کلىدی سىمو په نىولو سره کولاى شی په اسانه پىسو، وسلو او تجهىزاتو ته لاس اوږد کړاى شی او له هغه ځاىه خپل برىدونه پلان، تمرىن او چټک کړی.د افغانستان د دفاع وزارت مقامات د ننگرهار ولاىت په اچىن، خوگىاڼىو او سپىن غر ولسوالىو په مربوطاتو کې د داعش  ډلې خواره واره فعالىتونه تائىدوی.د افغانستان د دفاع وزارت د وىاند د دفتر سرپرست زبىر عارف، د دغه امرىکاىی استخباراتی مقام څرگندونو ته له مشخص غبرگون پرته ووىل : (( د رپوټ په هکله موږ کوم نظر نه ورکوو…داعش ىو گواښ دى، خو پدې کچه ندى چې هغه ىو جدی مشکل وگڼو، په دې خاطر چې د هېواد دفاعی او امنىتی ځواکونه د دې توان لری، هره هغه ترورىستی ډله چې د افغانستان د گټو پر خلاف او زموږ د هېوادوالو پر وړاندې وجنگېږی، هغه له منځه ىوسی.))خو ىو شمېر څېړونکی په دې باور دی چې په سورىه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ښاىی افغانستان دې ډلې ته نوى مرکز وی.د امرىکا په جورج ټاون پوهنتون کې د امنىتی مطالعاتو د مرکز ریىس بروس هوفمن، د اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وىلی چې داعش (( په افغانستان کې په پراخو منابعو پانگونه کړې ده.)) له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وىاند ټىنگار کوی چې داعش د افغانانو له عمومی اعتقاداتو سره په تضاد کې دى او د هغه په وىنا ددغې ډلې په وړاندې حتى د سىمې خلکو هم پاڅون کړى دى.خو دننگرهار ولاىت د ولاىتی شورا ځینو غړو وىلی چې داعش هلته شته. د ننگرهار ولاىت د ولاىتی شورا غړی اجمل عمر، د اسوشېټېډپرېس اژانس ته وىلی : (( ىواځې په همدې مىاشت کې داعش کونړ ته ورسېد او زىات شمېر ىې نورو ځاىونو ته رسېدلی دی.))د افغانستان په ختىځو سىمو کې د داعش فعالیت د سىمې د ىو شمېر خلکو د بىځاىه کېدو سبب شوی دی. فرمان الله شىرزاد، چې شاوخوا دوې مىاشتې مخکې د ننگرهار په شىرزاد ولسوالۍ کې خپل کلى پرېښى د خپلې تېښتې اصلی دلىل د ښځو په وړاندې د داعشىانو چلند او د داعش تر ولکې لاندې ساحو کې د ژوند نه خوندیتوب گڼلى دى.ښاغلی شىرزاد اسوشېټېډپرېس ته وىلی : (( داعش خطرناکه ډله ده، ځکه ډېر داسې تبلىغ هم کېږی چې هغوى ښځې له ځانه سره بىاىی او د هغوى وقار او حىثىت ته درناوى نه کوی. زموږ د تېښتې اصلی دلىل همدا دى او زموږ ژوند هم په خطر کې دى.)) داعش ډله چې د ٢٠١۴ کال په وروستىو کې د افغانستان په ختىځ کې په ځانگړې توگه د ننگرهار په ولاىت کې رامنځ ته شوه تر اوسه ىې پر امنىتی قواو او ملکی وگړو د ىو شمېر زىاتو مرگونو برىدونو مسوولىت منلى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید