روزنامه هیواد

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې شوې

د امریکایی ځواکونو لوړپوړی چارواکی جنرال مارک مېلی ویلی، چې په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې د پرمختګ امکان تر بل هر وخت زیات دی او په نږدې وخت کې ممکن دی. روېټرز خبری اژانس د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر جنرال مارک مېلی په حواله لیکلی: دی فکر کوی، چې د مذاکرو له لارې مثبتې پایلې ته د رسېدو امکان تر هر بل وخت زیات دی. مارک مېلی ویلی: (( زه په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې ډېر بوخت وم او د مثبتې پایلې امکان تر هر بل وخت چې ما لیدلی، زیات دی.)) جنرال مېلی په سپټمبر کې د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر وټاکل شو. دی د چهارشنبې په ورځ کابل راغلی وو.روېټرز د هغه په حواله لیکلی: (( که بخت یو څه یاری وکړی، موږ به په نږدې وخت کې بریالۍ مذاکرې ولرو.)) مارک مېلی ویلی، چې په حقیقی ډول مثبتې نتیجې ته د رسېدو لپاره کار پاتې دی. وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې یو امریکایی او یو اسټرالیایی وګړی چې د افغان ـ امریکایی پوهنتون کې استادان وو او تر دری کاله زیات وخت‌یې له طالبانو سره په بند کې تېر کړل، تبادله کړل.دې پرمختګ په افغانستان کې د سولې د مذاکرو د بیا پیل لپاره هیلې پیدا کړې، خو د سولې د خبرو د بیا پیل امکان د وسله‌والو طالبانو له لوری ،چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ردوی او غیر مشروع‌یې ګڼی، له خنډ سره مخامخ دی. په افغانستان کې له لانجو ډک سیاسی چاپېریال، د جمهوری ریاست پېچلی انتخابات او د تشدد دوام وضعیت سخت کړی دی.په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ مذاکرې په سپټمبر کې لغوه شوې.د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په پیل کې ټوېټ وکړ ،چې په کمپ ډېوېډ کې یې د وسله‌والو طالبانو د استازو غونډه لغوه کړه او نور خبرې هم نه‌ورسره کوی.د ټرمپ تر ټوېټ مخکې، دواړو خواوو خوشبینی څرګنده کړې وه، چې موافقې ته نږدې شوی دی.د طالبانو دوو سرچینو روېټرز خبری اژانس ته ویلی، چې لوړ رتبه امریکایی چارواکو په دوحه کې په دې اړه چې د سولې مذاکرې بیا ژوندۍ کړې، غیر رسمی هڅې پیل کړې دی.د طالبانو مشر روېټرز ته ویلی: (( زموږ مشران په دوحه کې له لوړ رتبه امریکایی چارواکو سره غیر رسمی خبرې کوی او پر یوه پلان، چې د سولې مذاکرې پیل شی، کار کوی.)) جنرال مارک مېلی هم ویلی ،چې خبرې روانې دی، خو نور جزئیات‌یې نه‌دی ورکړی.د روېټرز په وینا: د امریکا دفاع وزارت ویلی وو،چې په افغانستان کې خپل عسکر ۸۶۰۰  ته راکمولای شی او له دې سره هم د ترورېزم پر ضد د مبارزې ماموریت جاری ساتلئ شی.د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مارک مېلی ویلی ،چې د عسکرو د شمېر کمولو په تړاو کومه پرېکړه لا نه ‌ده شوې او ۸۶۰۰ ته د پوځیانو د کمېدو په ګډون متعدد امکانات شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید