روزنامه هیواد

په افغانستان کې د جرمنی ماموریت په امریکا پورې تړلى دى

د جرمنی خبری آژنس له خوا د YouGov په نوم د نظرپوښتنې د څېړنیز انستىتیوت په وسىله د نظرپوښتنې په اساس ۴۸ سلنه جرمنیان په هغه صورت کې له افغانستانه د ځواکونو وتل تائیدوی او ۲۹ سلنه ىې ردوی ۲۳ سلنه نه غواړی په دې اړه په واضح ډول څه وواىی.د امرىکا متحد اىالتونه په دې غور کوی چې په افغانستان کې د خپلو ۱۴۰۰۰ سرتىرو ىوه برخه وباسی. د رسمی معلوماتو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مسئله ارزوی.جرمنی په افغانستان کې نږدې ۱۳۰۰ سرتېری لری چې د ناټو د پرېکنده ملاتړ مامورىت په چوکاټ کې د افغان امنىتی سرتېرو پر روزنه بوخت دی.په جرمنی کې د سورىې په نسبت د افغانستان په اړه د نظر لږ وضاحت موجود دى، ځکه د امرىکا ولسمشر له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه غور کوی، دا خبره د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس هم رسنیو ته په مرکه کې کړې ده.په جرمنی کې د پوښتل شوىو کسانو ۴۱ سلنه په دې نظر دی چې په سورىې کې د داعش  ترهګرې ډلې د ملېشو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د جرمنی ټورناډو الوتکو او جنګی الوتکو ته د تېل رسوونکو الوتکو ماموریت باىد له افغانستانه د امرىکاىی پوځىانو له وتلو سره موازی پاى ته ورسېږی۳۲ سلنې د دغه مامورىت د پاى ته رسولو پر ضد نظر ورکړى او ۲۸ سلنې په دې اړه خپل نظر نه دى وىلى او ىا ىې وىلی چې نه پوهېږم.د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پرېکړه د امرىکا د متحدىنو تر منځ او همدارنګه په خپل هېواد کې دننه له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې او د امرىکا د ولسمشر د امنىتی سىاست د ډاډمنتوب په اړه ىې پوښتنې راولاړې کړې دی۲۵ سلنې له پوښتل شوىو کسانو داعش ترهګر د نړۍ لپاره تر ټولو خطرناک کړکېچ بللى دى. د داعش کړنو ته په کتو سره دغې ډلې په سورىه او عراق کې تر ډېره ماتې خوړلې، خو په اروپا کې د دغې ډلې د برىدونو خطر د ۴۸ سلنې وګړو په اند پر خپل ځاى پاتې دى. دا په داسې حال کې ده چې ۲۹ سلنه خطر لا زیاتېدونکى بولی. ىوازې ۷ سلنه خلک فکر کوی چې دغه خطر کم شوى دى.د جرمنیانو په نظر دوىم خطرناک کړکېچ د روسىې او امرىکا تر منځ د منځنی واټن توغندىو پر سر جنجال دى چې له ( ۱۶ سلنې) سره او په تعقیب ىې د امرىکا او شمالی کورىا ترمنځ اټومی شخړه هم ده چې سلنه یې ۱۴ ده. د ختىځ اوکراین کړکېچ په ۶ سلنې، د اسرائىلو او فلسطین معضله ۳ سلنه او د اىران اټومی پروګرام ۲ سلنه خلک اندېښمن کړی چې له دې مخې دا د بیخی لږو انسانانو په نظر له ټولو خطرناکه شخړه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید