روزنامه هیواد

په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د نامالوم سیاسی حل غوښتنه

د امریکا دوو لوړ پوړو پوځی چارواکو ( د دفاع وزیر جنرال مټېس او په افغانستان کې د ناټو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ) غږ کړی ،چې د افغانستان جګړې ته دې د سیاسی حل هڅې پراخې شی، ښاغلی مېلر پر طالبانو هم غږ کړی، چې هغوی د جګړې له لارې بریالی کېدای نه شی، نو سوله دې وکړی. بل خوا له سوله ییز بهیر سره د طالبانو یوځای کېدل، د هغوی د تسلیمۍ په مانا تعبیرېږی، خو تر ټولو ستره اندېښنه دا ده، چې پاکستان، ایران او روسیه په هېڅ توګه نه غواړی، چې په افغانستان کې دې تپل شوې جګړه ختمه شی، هغوی د دې جګړې د هر سیاسی حل مخالفت کوی او موږ وینو چې د روسانو له یرغل را وروسته تر ننه پورې همدا لوری او تر څنګ یې د افغانستان نور دښمن هېوادونه د دې جګړې د سیاسی حل یا د سولې منډې ترړې له ناکامۍ سره مخ کوی. اوس هم چې د جګړې موسم مخ په ختمېدا دی، دا هېوادونه د بل فصل د جګړې لپاره د بل فرصت د تر لاسه کولو په موخه د سولې اوازې خپروی! سوله خو اسلامی او ملی ارزښت دی، خو دا په لوی لاس د دغو هېوادونو له خوا له خنډ او ځنډ سره مخ کېږی، افغان ولس چې هر څومره د سولې غږ پورته کړی، نو دا دښمن هېوادونه یې نه منی او درګرده په افغانستان کې له تپل شوې ناروا جګړې ګټې پورته کوی.

په همداسې حال کې د امریکایی پوځی چارواکو وړاندیز که هر څومره مهم او افغانانو ته د منلو وړ دی، خو دا وړاندیز  د دښمن لپاره د منلو نه دی! ایران، روسیه او په تېره پاکستان پر افغانستان د تپل شوې جګړې دوام  او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ماتې غواړی. دا لوری د ولسواک نظام په وړاندې هم خپل لاسپوڅی پاروی او د هر ولسواک ارزښت د ناکامولو هڅې کوی،لکه پارلمانی او ولسمشریزې ټاکنې. په دغه راز حالت کې پر افغانستان د تپل شوې جګړې سیاسی حل آسانه نه دی! که امریکا او ناټو د ترهګرۍ پرضد جګړې پر پلان له سره کتنه ونه کړی، نو په هېڅ توګه نه په افغانستان کې سوله راتلی شی او نه هم د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه ګټل کېدای شی. د امریکا په مشرۍ ناټو یا نړیواله ټولنه باید د افغانستان په ګاونډ، پاکستان او بل هر ځای کې د ترهګرۍ ځالې په نښه کړی او ملاتړی هېوادونه او لوری یې تر نورو سختو فشارونو لاندې راولی. سره له دې، چې د افغانستان او سویلی آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره اغېزمنه ده، خو پر پاکستان د امریکا اوسنیو فشارونو د اسلام آباد واکمن د ترهګرۍ او اورپکۍ له ملاتړه نه دی په شا کړی، نو دا فشار کافی نه دی، باید د پاکستان په ګډون پر هغه لوری او یا ډلې تر دې هم ډېر فشارونه را وستل شی او د ترهګرۍ او اورپکۍ ځالې په نښه شی. له دې پرته د سیاسی حل غوښتنه د افغانستان د دښمنانو او یادو ګاونډیو لپاره د منلو وړ نه ده. له طالبانو سره دې د سولې د خبرو پر دروغو او تېر ایستونکو وعدو،نور وخت نه ضایع کېږی، دا آوازې په هر منی کې خپرې شوې، خو پاکستان او ورسره ملګریو او ملاتړیو یې د ترهګرۍ او اورپکۍ د روزنې او له دې ډلو سره د تمویلولو لپاره فرصتونه تر لاسه شوی دی. افغان حکومت او نړیوال ملاتړی یې باید څو څو ځله له یوې سوړې ونه چیچل شی. حقیقت دا دی، چې پر افغانستان تپل شوې جګړه کې لوی قدرتونه او ګاونډیان خپل رقابتونه او دښمنۍ پالی! له همدې امله د دې جګړې سیاسی هلې ځلې یو پر بلې پسې ناکامې شوې او ناکامېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید