روزنامه هیواد

په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی اندېښمن کړی یو

اروپایی ټولنه وایی: په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی سخت اندېښمن کړی دی او یو ځل بیا په طالبانو غږ کوی چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروی او اوربند وکړی.دې ټولنې د سولې نړیوالې ورځې په تړاو اعلامیه کې ویلی، دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر زیاتوالی او په ځانګړی ډول د ملکی وګړو پر مرګ ژوبلې سخت اندېښمن دی.دې ټولنې ویلی:موږ یو ځل بیا په طالبانو غږ کوو، چې تاوتریخوالی ودروی او ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدی.اروپایی ټولنې داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر زیاتوالی اندېښنه څرګنده کړې، چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.د اروپایی ټولنې تر څنګ امریکا او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د تاوتریخوالی په زیاتوالی اندېښنه څرګنده کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید