روزنامه هیواد

په افغانستان کې د اکاډمیکې غلا مخنیوی څنګه کېدای شی؟

څه موده مخکې د ماسټرۍ دورې محصل خپل تیزس د کتلو لپاره پر برېښنالیک را واستاوه. په لومړی نظر یې ډیزاین او د لیک معیار بد نه ښکارېده، خو چې کله مې د ادبی غلا موندنې یا پلېجرېزم یوه سافټویر ته د کنټرول او بیا کتنې لپاره واچاوه ،نو نږدې دېرش سلنه یې له نورو ځایونو کاپی شوى وسافټویر دا هم راته وښوده ،چې کومې جملې له کومو منابعو څخه اخیستل شوې. محصل مې را وغوښت او د اکاډمیکې غلا مې ورته وویل: په لومړی سر کی یې په آسانۍ نه منله،خو چې کله مې د سافټویر رپوټ مخته ورته کېښود، نو یې د پښېمانۍ په څرګندولو سره د تیزس بیا لیکنې وعده وکړه.دا کانه تر دې اوونۍ مخکې د یوه را لېږل شوی څېړنیز پروپوزل کتو پر مهال هم را شوې وه.د یوه نړیوال تعریف تر پوښښ لاندې پلېجرېزم یا اکاډمیکه غلا د یو چا لیکنه، فکر، نظر او ایډیا د هغه د نامه له یادولو پرته په خپل نامه لیکلو او ویلو ته وایی. ځینې، خو پرته له نقل قول څخه د کیسې ویلو یا لیکلو ته هم پلېجرېزم وایی.دا چاره که څه هم په نړۍ کې د ویناو او ځینو عامو لیکنو په تړاو معموله غوندې ده، خو په اکاډمیک چاپېریال کې یې اوس نږدې مخه نیول شوې.افغانستان کېدای شې د نړۍ په کچه د هغو محدودو هېوادونو له ډلې یو وی، چې په لیکنو، ویناو، تلوېزیونی بحثونو او آن مونوګرافونو، تیزسونو او علمی څېړنو کې لا تر اوسه د اکاډمیکو غلاو نه یوازې چې مخه نه ده نیول شوې ،بلکې یو ډول یې د نا لیکل شوی قانون پر بنسټ د جواز بڼه غوره کړې.موده مخکې د فېسبوک ملګری خوشحال خلیل یو انځور خپور کړى و، چې په کې پر یوه دېوال د مونوګراف لیکنې یوې شخصی مرکز شمېره لیکلې وه. همدا راز تېره اوونۍ یو چا د بڅرکی مجلې ادارې ته یوه لیکنه ور لېږلې وه، خو په اصل کې دا لیکنه ما په ۲۰۱۰ کال کې یوې افغان ویپاڼې ته کړې وه او ده یې کټ مټ کاپی ور لېږلې وه.دا او دې ته ورته پېښې ښیی ،چې د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ غړی له مونوګرافونو نیولې بیا تر علمی او څېړنیزو لیکنو پورې یوه هم په نړیوالو معیارونو برابره نه ګوری.هرڅوک هڅه کوی خپل وخت وسپموی او کار تر سره تېر کړی او یا هم د ملګرتیا، شناخت او انډیوالۍ لپاره د خپل هم مسلکه څېړونکی او یا هم شناخته محصل پر اکاډمیکه غلا سترګې پټې کړی.که داسې نه وای ، نو څنګه کېدای شی چې په هر پوهنتون او څېړنیز مرکز کې مو سلګونه پوهاندان، اکاډمیسین او څېړونکی شته، خو په نړیوال څېړنیز او اکاډمیک ډګر کې وچ کلک غیر حاضر یو.

 که داسې نه وی ، نو څنګه او په کوم منطق یوه کس دا زړه کولای شوای، چې مونوګرافونه خرڅ کړی؟ او په کوم منطق به بیا محصل د دې مونوګرافونو پېرودلو ته زړه ښه کوی؟،خو ښکاره خبره ده، چې هم دا کس او هم محصل دواړه ډاډه دی، چې لارښود استاد یې مونوګراف ته کره کتنه نه کوی.همدا چاره ده، چې د افغانستان هېڅ یو پوهنتون د نړیوالو ښو پوهنتونونو په کتار کې نه راځی او د افغانستان پوهنتونونو، علومو اکاډمۍ او نورو څېړنیزو مرکزونو څېړونکو لیکنې د لوړ معیار لرونکو نړیوالو ژورنالونو کې په نشت حساب دی. د دې چارې حل څه دی؟ څنګه کېدای شی ،چې د افغانستان اکاډمیکې او څېړنیزې کورنۍ غړی په نړیوال اکاډمیک او څېړنیز ډګر کې خپله وړتیا ثابته کړی؟تر ټولو لومړی ګام دا دی چې لیکوال دې د اکاډمیکې غلا په مخنیوی سره د ځان او خپل علمی، ادبی او څېړنیز حیثیت ته درناوی وکړی. دا چاره هله ممکنه ده ،چې لیکوال د لیکنو لپاره وخت ولګوی، ځان دې په رښتینې مانا د خپلې لیکنې پر محتوا، راټوکېدونکو ممکنه ستونزو او پوښتنو پوه کړی او هغو ته دې د وړاندیزونو او ځوابونو موندلو لپاره مطالعه وکړی.که چېرې لیکوال د بل چا له خوا ویل شوې جملې لپاره د هغې جملې له کټ مټ لیکلو پرته بله هېڅ لاره نه لری، نو د لیکوال له آدرسه دې په قوسونو کې جمله را نقل کړی، د اخځلیکونو یادونه دې په هر حال کې نه هېروی او بلاخره مخکې له دې، چې یې په رسمی ډول کره کتنې ته لېږی، نو ښه ده، چې یوه بل څېړونکی ته یې د غیر رسمی کتنې لپاره واستوی.په کره کتونکی باندې د وخت کمښت هم د لیکنې پر محتوا او هم د کره کتنې پر معیار ‌ډېر منفی اغیز کوی.د یوې ښې علمی لیکنې او څېړنیزې لیکنې او کره کتنې لپاره له شپږ میاشتو نیولې بیا تر یوه کاله پورې وخت ته اړتیا ده. دا وخت په پام کې نیول د معیار ضمانت کوی.دویم ګام دا دی چې د کاپی رایټ یا کاپی حق د خوندیتوب قانون سم پلی شی، خو څنګه سم او څومره سم؟ په داسې خواره واره اکاډمیک او لیکوالی چاپېریال کې د کاپی رایټ قانون ښه پلی کولو لپاره لومړی باید د افغانستان علمی، څېړنیزې، اکاډمیکې او نورې مسوولې ادارې په ګډه د خطی او برېښنایی لیکنو یو ډېټا بېس یا ارشیف جوړ کړی.د دې کار لپاره په کتابتونونو کې پرتې زړې نسخې برېښنایی کول اړین دی ،چې دا کار په هر کتابتون کې د یوه سکېنر او یوه مامور په شتون کې ډېر ښه او په آسانه کېدای شی.که بیا هم دمګړۍ د ډېر پخوا لیکل شویو مطالبو ارشیف نه شی جوړېدای ، نو لږ تر لږه خو دې په برېښنایی بڼه د نویو لیکل شویو کتابونو ډېټابېس جوړول پیل شی.د دې ارشیف د محتوا په را ټولولو کې د څېړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو تر څنګ کتابتونونه، کتاب پلورنځی او د کتابونو چاپخونې ښه مرسته کولای شی.بیا دې دا ډېټابېس له یوه داسې سافټویر سره وصل کړای شی چې هره لیکنه سافتویر ته تر ور اچولو وروسته یوځل په دېټابېس یا ارشیف کې له پرتو موادو سره پرتله شی او د اکاډمیکې غلا ځایونه یې په نښه شی.ګرامرلی، ټرن اېټ اېن او دې ته ورته د اکاډمیکې غلا مالومولو سافټوئرونه په همدې میکانیزم کار کوی.درېیم ګام به دا وی چې هر څېړونکی د کره کتنې پر مهال هرو مرو کمپیوټر وکاروی او هره لیکنه په برېښنایی بڼه کنټرول کړی او هره لیکنه یوځل د پورتنی یاد شوی سافتویر له فلتر څخه وباسی.که چېرې اکاډمیکې، څېړنیزې او پر کاپی رایټ د څار ادارې، لیکوالان، څېړونکی او محصلین دا څو ساده ټکی په پام کې ونیسی، افغان څېړونکی به ډېر ژر په نړیوال اکاډمیک او څېړنیز ډګر کې خپله وړتیا ثابته کړی.                 محمد تنهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید