روزنامه هیواد

په افغانستان کې د انجې کرکیله او حاصلات زیات شوی

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی : د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د دغه بوټی مځکې زیاتې شوی او سږ کال به بزګران له دغې لارې زیاتې ګټې وکړی.د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ښیی ،چې افغانستان د روان له پیله تر اوسه هندوستان ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت انجه صادر کړی ده.

په افغانستان کې د انجې یا هنګ وحشی طبی بوټی کرکیله، حاصلات او صادرات زیات شوی.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی : د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د دغه بوټی مځکې زیاتې شوی او سږ کال به بزګران له دغې لارې زیاتې ګټې وکړی.د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ښیی ،چې افغانستان د روان له پیله تر اوسه هندوستان ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت انجه صادر کړی ده.هند د افغانستان دانجې لوی بازار دی، چې د هوایی دهلېز او د پاکستان بندرونو له لارې ورته صادریږی.دا بوټی ایران او عربی اماراتو ته هم صادریږی.تیر کال هند، عربی اماراتو او ایران ته ۱۵۰۰ ټنه انجه صادر شوی ، چې تول ارزښت یې ۱۱۴ میلیون ډالرو ته رسېږی.د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی ،چې د انجې صادرات د افغانستان د ټولو صادراتو پنځلس سلنه برخه جوړوی.دغه روغتیایی بوټی چې افغانستان کې د (بدبویه هنګ) په نامه هم پېژندل کېږی، د هرات، بلخ، تخار او بدخشان ولایتونو کې روزل کېږی.دغه بوټی زیات د یادو ولایتو په غرونو او غونډیو کې شین کېږی او وده کوی.اوس خصوصی سکتورونو هم د دغه بوټی کرکیلې ته ملا تړلې او هر کال یې تولید او حاصلات د ډېریدو په حال کې دی.د یادولو وړ ده، چې دافغانستان د صادراتو کچه د پاکستان بندرونو خلاصېدو سره نېغه اړېکه لری.اوس تازه د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان پرېکړه کړې، چې د ایران او افغانستان پولو کې درېیو هېوادونو د راکړې ورکړې بازارونه جوړوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید