روزنامه هیواد

په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه او بدلېدونکې تګلاره

د افغان جګړې په اړه په امریکا کې نظرونه ورځ تر بلې منفی کېږی، امریکایی رسنۍ په دې وروستیو کې، چې یوه لور ته د سولې خبرې د بل هر وخت په پرتله حساس پړاو ته داخلې شوې او بل لور ته په افغانستان کې د امریکا د ماتې، زیاتو لګښتونو، مرګ ژوبلې او بې پایلې جګړې په اړه مطالب خپروی، تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې سپینې ماڼۍ بیا بیا خپل ملت ته د افغان جګړې په اړه درواغ ویلی، په دې اړه دوه زره پاڼې اسناد هم د واشنګټن پوسټ لاس ته ورغلی، چې امریکایی چارواکی یې لا زیات د افغانستان په تړاو تر فشار لاندې راوستلی دی.

امریکایی رسنۍ بیا بیا دا وایی چې د امریکا له لوری په افغانستان کې د دومره لګښتونو، مرګ‌ژوبلې او دوام‌‌موندونکې جګړې په بدل کې حالت نه یوازې د ښه کېدو لور ته نه ځی، بلکې طالبان پیاوړی شوی، د ټول هېواد له ۵۰ سلنې زیاته خاوره یې په کنټرول کې راوستې، د امریکا له حمایت نه برخمن حکومت کمزوری شوى، فساد زیات شوى، بشری حقونه تر پښو لاندې شوی او هېڅ داسې څه نشته چې امریکا یې نړۍ او امریکایی ولس ته د یوې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړی.

پر افغانستان د امریکا برید او د دې برید پایلې څه وې؟ د واشنګټن پوسټ له لوری خپور شوی راپور او د امریکا بدلېدونکې تګلارې ته کتنه هغه څه دی چې د دې اوونۍ په تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.

پر افغانستان د امریکا برید ته ځغلنده کتنه :

پر افغانستان د شورویانو د یرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نږدې شول او امریکا د شورویانو پرضد له پاڅېدلو جهادی خوځښتونو سره مرستې کولې او په پایله کې شوروی اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړله او د شوروی اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول، خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو امارت جوړ شو، ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد ربانی حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸م کال کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودی ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پیدا شوې، چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغندیز بریدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امریکا کې د سپټمبر په  ۱۱مه نېټه  بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخیست او امریکایانو په همدې پلمه، چې یاد بریدونه په افغان خاوره کې د اسامه له لوری پلان شوی  پر افغانستان یرغل وکړ.

د جګړې پایلې :

امریکا طالبان له واکه لرې کړل، خو دې ډلې په افغانستان کې اوږدمهالې جګړه پیل کړه. د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې  تر ټولو اوږده جګړه ده. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۸کلونه تېرېږی، د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، یوازې ۲۳۸۶ امریکایی سرتېری په دې جګړه کې وژل شوی او لسګونه زره نور ټپیان شوی او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو تریلیون ډالره مصارف هم راغلی دی؛ خو نه د دوی په اصطلاح (( ترورېزم)) ختم شو، نه طالبان! نه هم په افغانستان کې سوله راغله او نه یې هم د یوه باثباته نظام بنسټ جوړکړاى شوای؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدرو موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوی  او ورځ تر بلې په کې امنیت او ثبات خپل ځای ناامنیو او بې ثباتۍ ته پرېږدی، چې تر اوسه پورې لسګونه زره افغانان په کې شهیدان شوی او دغه لړۍ  لا دوام لری.

د واشنګټن پوسټ له لوری خپاره شوی راپور ته کتنه :

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه د محرمو اسناد په را برسېره کولو سره ادعا کړې ، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایی حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته په مکرر ډول درواغ ویلی دی. په یاد راپور کې راغلی، (( د امریکا جګپوړی سیاسی او پوځی چارواکی په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نوره د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دی.)) یاد اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دی او د هغې فدرالی پروژې برخه ده، چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاوو د ارزونې لپاره ترسره شوې وه.

په دې اسنادو کې له جګپوړو امریکایی پوځی جنرالانو، دیپلوماتانو، خیریه کار کوونکو او افغان چارواکو سره مرکې هم شوې دی. جنرال ډګلس لوټ د جورج بوش او بارک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار پاتې شوی. نوموړی په خپله مرکه کې داسې ویلی: ((امریکایان اصلاً په افغانستان کې په دې نه پوهېدل چې هلته څه کوی او د څه ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته تللی. نوموړی زیاتوی، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او دکانګرس چارواکی د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.))

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱م کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایی پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی او ځینې یې له یو ځله ډېر هلته تللی. له دې ډلې شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شوی او له ۲۰ زرو ډېر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوی دی.که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دی.

په خپرو شویو اسنادو کې راغلی، چې د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې په اړه فدرالی پروژې جوته کړې ده، چې د امریکا درې ولسمشران (جورج بوش، بارک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ) په افغان جګړه کې پاتې راغلی او دوی هم په دې پوهېږی، چې یاده جګړه دوی بایللې. همدارنګه دوی په افغانستان کې د فساد په مخنیوی، د افغان امنیتی ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نېشه یی توکو د کرکیلې په ختمولو کې پاتې راغلی. په یادو اسنادو کې راغلی، چې امریکایی پوځی او سیاسی چارواکو په لوی لاس د افغانستان د وضعیت په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلی او هڅه یې کړې، چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې  او د بری ادعاوې وکړی.

پایله :

د امریکایی چارواکو له کړنو او څرګندونو داسې ښکاری، چې په افغانستان کې له اوږدمهالې جګړې ستړی شوی او نه غواړی چې افغانان نور د جګړې څکونکی شی، نو ځکه یې په خپله تګلاره کې بدلون راوست، له طالبانو سره د جوړجاړی، د خپلو ځواکونو د ایستلو او یا هم کمولو او نورو بدلونونو له لارې غواړی په افغانستان کې خپله اوږده جګړه نوره ختمه کړی.

دا چې دا بدلون به څه ډول وی او امریکا به خپلې ګټې څنګه خوندی کوی، دا جلا بحث دی، خو اوس په کار ده، چې افغانان د دې تګلارې له بدلون سره یو داسې بدلون ته لاره هواره کړی، چې دلته د څلورو لسیزو دوامدارې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شی او ځای یې تلپاتې سوله ونیسی. د دې لپاره لومړنی کار دا دی، چې نور باید له افغانانو سره دښمنی، کرکه او جګړه چې په هر نوم وی، ختمه شی. هغوی چې له امریکا سره په دوستۍ کې له خپلو خلکو سره په تېرو اتلسو کلونو کې په دښمنۍ کې وو، دا حالت باید نور ختم کړی. امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه له هرې ممکنې لارې کار اخلی دوی به له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېږی، چې دا حالت د افغان جګړې بېرونی اړخ دی او په دې سره به بین الافغانی خبرو اترو ته لاره هوارېږی، نو د بین الافغانی خبرو اترو د پیل او کامیابېدو لپاره ټول دخیل اړخونه (طالبان، حکومت او احزاب) د خپل خدای او ملت پر وړاندې مسوولیت لری، چې د څلوېښت کلنې پردۍ جګړې ټغر له خپلې خاورې ټول او له دې فرصته داسې ګټه پورته کړی لکه څنګه یې، چې په ۲۰ مه پېړۍ کې روسانو ته د جګړې په ډګر کې تاریخی درس ورکړ او دا ځل د سیاست په ډګر کې هم دا ثابته کړی چې افغانان په سیاست کې هم تاریخونه جوړولی شی.  د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

ممکن است شما دوست داشته باشید