روزنامه هیواد

په افغانستان کې دجهاد فتوا صادرول له اسلامی ارزښتونو سره اړخ نه لګوی

په پاکستان کې ځوانې نجونې تښتول کېږى او بیا په نوروښارونو کې پر پاکستانی سیاستوالو خرڅېږی. له پاکستانه رارسیدلی راپورونه وایی : دامهال دپاکستان په لاهورکې ۴۵۵ داخلاقی فساد مرکزونه شتون لری ، خو پاکستانی سیاستوال په افغانستان کې دجګړې دتودې ساتلو لپاره دجهاد فتوا ورکوی . دا راپورپه داسې حال کې دپاکستان د حکومت فحاشی ښکاره کوی ، چې له دې وړاندې دنوازشریف دحکومت پرمهال دتحریک انصاف او نورو ګوندونو په دوه میاشتنی لاریون کې هم دفحشا تر ټولو لویې کیسې خپرې شوې . داسلامی علومو کارپوه ښاغلی عبدالکریم (( فاضلی)) دهېواد ورځپاڼې دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې له پاکستان څخه درارسېدلو رپوټونوله مخې یوازې په لاهور کې ۴۵۵ داخلاقی فساد مرکزونه شتون لری، خوپاکستانی سیاستوال په افغانستان کې دجهاد فتوا صادروی . ستاسو له آنده دغه انګېرنه څنګه ده ؟ داسې وویل : موږ دغه موضوع له دوو اړخونو ارزولى شو. یو اړخ دا، چې تراوسه په هېڅ اسلامی هېواد کې فاضله مدینه منځ ته نه ده راغلې او هغه اخلاقی ارزښتونه ، چې باید ومنل شی هغه هم نه ترستر ګو کېږی . دموضوع دوهم اړخ دادى ، چې په اسلامی هېوادونو کې هره ورځ له اخلاقی پلوه ناورینونه او یرغلونه زغمو. تراوسه پورې په دغو هېوادونو کې اخلاقی نېکو معیارونو دبدو عملونوځاى نه دى نیولى : اوس دپاکستان هېوادته نظراچوو . پاکستانیان تراوسه پورې پردې نه دی توانېدلی، چې داسلامی ارزښتونو او اساساتو پربنسټ یوه ټولنه جوړه کړی. ستونزې شتون لری او هیڅکله ددې ادعا هم نه شی کولى ،  چې داسلامی او دینی پاکو اصولو او معیارونو درلودونکی یو . په پاکستان کې لکه څنګه ، چې اسلام فرمایلی دی اسلامی ارزښتونو ته درناوى نه کېږی. موږ هم دا ادعانه شو کولى ، چې په خپل هېواد افغانستان کې مو داسلامی ارزښتونو او معیارونو پر بنسټ یوه فاضله مدینه جوړه کړې ده . تراوسه پورې پردې نه یو توانیدلی ، چې خپل هېواد  داسلامی او دینی ارزښتونو له مخې جوړکړو. اوس راغلو پاکستان ته ، چې افغانستان ته دیوه اسلامی هېواد په سترګه نه ګوری اویا دا، چې اسلامی اخلاق په کې کمزوری دی. پاکستان له اسلامی ارزښتونو اومعیارونو څخه ډېر واټن لری، دیوه هېواد اسلامی نظام داسلامی ارزښتونو اومعیارونوله مخې څرګندېزی . دا، چې خپل هېواد ته نظروانه چوو، چې په کې څه تېرېږی او بیا په بل هېواد کې داسلامی معیارونو دنه شتون ادعا وکړو: ، نو په کار دی ، چې دپاکستان مغرض سیاستوال لومړى خپل هېواد ته وګوری اوبیا په افغانستان کې دجهاد فتوا صادره کړوی او یا داووایی ، چې مسلمانی شتون نه لری . کوم اسلام، هغه مهال دا ادعا کېداى شی ، چې دیوې ټولنې معیارونه اسلامی شی او خلک داکارپه سترګو ووینی ، په داسې حال کې ، چې اسلامی ارزښتونه شتون ونه لری اوبیا په نورو هېوادونو کې دجهاد فتوا ګانې صادرې شی په افغانستان کې دجهاد فتوا صادرول له اسلامی ارزښتونو سره اړخ نه لګوی  . ښاغلی فاضلی ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په افغانستان کې دپاکستانی سیاستوالو دجهادفتوا دصادرولو موخه څه ده ؟ څرګنده کړه : زموږ په هېواد کې دخداى په فضل ټول خلک مسلمانان دی، که چېرې دهېواد ګوټ گوټ ته نظر واچوو اسلامی ارزښتونه لیدل کېږی او دنړۍ له ډېرو اسلامی هېوادونو څخه ځانونه لوړ او غوره نه بولو، خو دا ادعا کولى شو، چې زموږ خلک مسلمانان او هېواد مو مسلمان دى او پر اسلام باور لری .

ده زیاده کړه : موږ ددې حق نه لرو پر هغو کسانو ، چې داسلام په پنځوارکانو عقیده لری دنامسلمان فتوا صادره کړو. په دې اړه درسول اکرم (ص) یو حدیث هم راغلى : که چېرې یومسلمان ته دکافر خطاب وشی، نو خبره بېرته ویونکی ته راجع کېږی، نو لازمه ده ، چې موږ خپله له اسلام څخه برخه ولرو او دکافرکېدو لوری ته لاړنه شو. داسلامی علومو کارپوه ددې پوښتنې په ځواب کې، ددې لپاره چې هېواد وال مودپاکستانی سیاستوالو دجهاد فتوا د صادرولو تراغېزې لاندې رانه شی ؟ داسې وویل : هغه څه ، چې ډېر مهم دی دلوى څښتن پر وړاندې ټول ځواب ورکوونکی یو. په هر هېواد او سیمه کې ، چې او سېږو پر نورو دکفر دفتوا په صادرولو سره پرته له دې ، چې ګناهکار شو ، بل هېڅ څه نه شو ترلاسه کولى . موږ هغه مهال کولى شو داسلام ادعا وکړو ، چې دلوى څښتن تعالى پر لارښوونو عمل وکړو ، دنورو مسلمانانو حقونوته درناوې ولرو او هغه ترپښو لاندې نه کړو ، موږ څښتن تعالى ته ځواب ورکوونکى یو، نو په لومړی پړاوکې باید خپلوعملونوته ځیرو اوسو ، چې څومره داسلامی ارزښتونو په رڼاکې پرمخ ځو، نو پاکستانی سیاستوالوته په کار دی ، چې ځانونواو خپل هېوادته وګوری ، چې کوم اسلامی ارزښتونه یې خوندی ساتلی دی.                             

 نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید