د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هېواد کې د کورونا ویروس د ۸۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی.عامې روغتیا وزارت پرون ویلی، چې په تیره شپه او ورځ کې د کورونا ویرویس د۱۱۹۰ مشکوکو سمپلونو معاینات کړی چې ۸۱ مثبت و.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۵۶۶۷۶ ته پورته شوو.عامې روغتیا وزارت ویلی، چې د کورونا ویروس خپرېدو له امله په افغانستان کې ۲۴۹۷ کسان مړه شوی او ۵۱۷۱۰۰ نور بیرته ورڅخه جوړ شوی دی.په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا پر داسې مهال زیاتیږی، چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې را بر سره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوی دی.بلخوا تیره میاشت په افغانستان کې د کورونا ویروس ضد کمپاین د تطبیق بهیر هم پیل شو، چې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله زرګونه کسان واکسین شوی دی.کوروناویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په اخته شوی او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوی دی.