روزنامه هیواد

په اسلام او افغانستان کې د مشورې (جرګې) ارزښتونه

تارىخ کې جرګه اوږده مخىنه لری، دا که زموږ د پښتنو تارىخ وی ىا هم د نورو قومونو. تر اسلام مخکې عربو د جرګو لپاره د (( دار الندوه )) په نوم ىوځاى درلود چې هلته به یې د مهمو ټولنىزو مسلو په اړه مشرانو بحثونه کول.

اسلام نه ىوازې دا اصل همداسې وساته، بلکې الله تبارک وتعالى په قران پاک کې د مسلمانانو ىو صفت همدا وباله چې (( د مهمو ټولنىزو چارو په اړه خپلمنځی مشورې کوی (وامرهم شورى بىنهم) ))  [الشورى: ۳۸]همداراز قران کرىم رسول الله ص ته امر وکړ چې په چارو کې له اصحابو سره مشوره کوه.(وشاورهم فى الامر) [ال عمران: ۱۵۹]

رسول الله ص هم په دې امر عمل کاوه او د مهمو چارو په اړه یې له اصحابو سره مشورې کولې. کله چې د احد غزا ته مشرکانو تىارى کاوه او رسول الله یې په اړه خبر شو، نو له اصحابو سره یې مشوره وکړه چې زموږ دفاعی اقدام به څه وی؟ تر مشورې وروسته یې د وتلو پرېکړه وکړه، بخاری په کتاب المغازی کې په دې اړه مهم لاسوندونه راوړی دی.

همداشان د خندق د غزا په اړه مشهور رواىت دى چې رسول الله ص د خبر له تر لاسه کولو وروسته د مشرانو اصحابو ىوه جرګه وغوښته او په دې اړه یې مشوره ځینې طلب کړه. مشهور صحابی سلمان فارسی رض پیغمبر علىه السلام ته د خندق کښلو مشوره ور کړه چې له همدې امله دا غزا د خندق په نوم ىاده شوه. بخاری شرىف کتاب المغازی

پر همدې اصولو مسلمانانو د تارىخ په اوږدو کې عمل کاوه او زموږ د پښتنو په تارىخ کې تر اسلام مخکې هم موږ جرګې او مرکې درلودلې او د ډېرو مهمو پرېکړو په اړه زموږ ولسونو له ډېرې لرغونې دورې څخه مشورتی جرګې درلودلې. د انسانانو په اجتماعی ژوند کې دا ډېر مهم پرمختګ دى، په دې ډول انسانان د وىنې توىولو مخه نىسی، جنګ ختموی، پخوا به همدې جرګو د اجتماعی ژوند لپاره ځینې اصول غوره کول چې په سىمه ىىزه کچه به یې د قانون حىثت در لود او خلکو ترې سرغړونه نه شواى کولاى، د اسلام له راتلو سره جرګې له تارىخی او کلتوری بعدونو سره دىنی جنبه هم پیدا کړه چې د خلکو په عقىدو او اىمانو کې یې ځاى وموند.

زموږ د هېواد په مهمو مسـئلو کې هر وخت واکمنو د ولس استازی راغوښتی او د ډېرو مهمو چارو په اړه یې د ولس راىه غوښتې ده، لکه څنګه چې دولت پر ولس باور کړى او د چارو په اړه یې د هغوى مشورو او پرېکړو ته لبىک وىلى دى، همدارنګه ولسونو هم هر مهال د دولت غوښتنې ته لبىک وىلى او په سختو حالاتو کې تل د خپل نظام تر څنګ درېدلى او د هر هغه چا په وړاندې یې ىو صف جوړ کړى چې زموږ ملت او وطن یې ګواښلى.

د حکومت له لوری داځل د سولې مشورتی جرګه ډېر مهم وخت غوښتل شوې ده، زموږ په هېواد کې خورا اوږدې جګړې زموږ ټول مادی او معنوی ارزښتونه را څخه وتړل، د دې بدمرغه جنګ د مخنىوی لپاره په داسې حساس وخت کې د حکومت او ولس ىوه خوله کېدل ډېر مهم دی چې په ګډه د دغه تپل شوی جنګ په وړاندې ودرېږی او نور یې د دوام ټولې مجوزه لارې وتړی او د ټولې نړۍ پر وړاندې د ولس استازی دا ږغ مخامخ بدرګه کړی چې نړۍ او ګاونډیان پوه شی چې نور یې دلته د جنګونو جادو کار نه ور کوی او افغان ولس په هر حال د سولې لپاره سره راغونډ شوی، چې خپل وطن ته به هرو مرو هغه سوله راولی چې د هغوى ملی ګټې او ټول ارزښتونه پکې خوندی وی، نه هغه سوله چې زموږ لپاره یې نور غواړی او هدف یې دادى چې د دغه ویاړلی ولس سرنوشت هغوى ورته وټاکی لکه مخکې چې یې دا کار کړى و!

حکومت دا کال (( د سولې کال )) اعلام کړى، په دې وجه له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخىستنې هڅه کوی چې دغه هدف ته ځان ورسوی. دا ډېر سخت او ګران کار دى، ځکه چې په دې کې د ځىنو ګاونډی هېوادونو او داخلی مافیایی غلو تاوان دى، خو حکومت خپل ولس ته ژمنه ور کړې چې دغه ستر مرام ته به یې رسوی، له دې امله یې د سترې جرګې پرېکړه کړې چې د افغان ولس نماىندګان د ټولو داخلی او خارجی مخالفو په وړاندی خپل اوسپینزه هوډ څرګند کړی او په دې ډول دواړه په ګډه د سولې لپاره داسې ګام واخلی، چې نه یې د سولې داخلی مخالفىنو سوچ کړى وی او نه خارجی!

ز، افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید