روزنامه هیواد

په اسلامی شریعت کې د فقر او ګدایۍ د مخنیوی لارې چارې په نامه سیمینار جوړ شو

د علومو اکاډمۍ د اسلامی علومو معاونیت د فقهې او قانون د مرکز په نوښت او ابتکار ((په اسلامی شریعت کې د فقر او ګدایۍ د مخنیوی لارې چارې)) په نامه علمی – څېړنیز سیمینار جوړشو.په سیمینار کې د علومو اکاډمۍ پر څېړونکو، پوهانو او عالمانو علاوه، دینی علماوو، د پوهنتونونو استادانو، د ارشاد،حج او اوقافو محترم وزارت، دکورنیو چارو وزارت له جنایی جرمونو سره د مبارزې د عمومی ریاست منسوبینو، د امنیې قوماندانۍ استازو، د پوهنې وزارت استازو، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، د سرې میاشتې او خیریه ټولنو استازو او نورو مینه والو ګډون کړى و.

سیمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو اوبیا د افغانستان د جمهور رییس ښاغلی محمد اشرف غنی پیغام ولوستل شو، چې په یوه برخه کې یې داسې راغلی:

د اسلام سپېڅلى دین د ژوند کامل نظام دى چې د انسان د ژوند لپاره په هر ډګر کې ځانګړی احکام او لارښوونې لری، دا چې د انسان د ژوند یوه برخه اقتصاد تشکیلوی، نو اسلام د خپلو پیروانو لپاره په اقتصادی ډګر کې داسې لارښوونې کړی چې د انسان اقتصادی ژوند بسیا شی او په خپل ژوند کې چا ته اړ نه شی.

وروسته د علومو اکاډمۍ مشرتابه په خپلې وینا سره سیمینار پرانیست:  (( فقر او ګدایی هغه ټولنیزه ستونزه ده چې زموږ هېواد یې له اخلاقی، اقتصادی فساد او ناامنۍ سره مخ کړى، هېواد وال مو له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او ډېر وګړی ګدایی کوی، له همدې امله د علومو اکاډمۍ مقام د خپل مسوولیت پر بنسټ وپتیله چې د دغې ټولنیزی ستونزې د حل په موخه دغه سیمینار جوړ کړی.

په سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت پیغامونه د ددغو وزارتونو د استازو له خوا ولوستل شول.په دغه سیمینار کې د فقر او ګدایۍ په مخنیوی کې د دینی علماوو مسوولیت او د حل عملی لارې او د اسلامی شریعت له نظره د فقر مخنیوى او دغه راز د مالی کفاراتو ونډه او نورې ګڼې علمی تحقیقی مقالې ولوستل شوې. په پاى کې پرېکړه لیک تصویب شو، چې په دې اړه دې عملی ګامونه پورته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید