روزنامه هیواد

په ارزګان کې ۳۶ برمته شوی مسافر خوشی شول

د دایکندی ولایت سیمه‌ییز چارواکی وایی، وسله‌والو طالبانو د ارزګان ولایت د چهارچینې بازار په سیمه کې ۳۶ تنه برمته کړی مسافر، د دوشنبې په ماښام بېرته خوشی کړی دی. د دایکندی د والی ویاند علی‌اکبر ناطقی ویلی، خوشی شوی مسافر ټول ملکی وګړی او د دایکندی د کجران ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه زیاته کړه: (( ۳۶ تښتول شوی کسان د سیمې د متنفذینو او د کجران او چهارچینې ولسوالیو د عالمانو د شورا په همکارۍ خوشی شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. )) دغه مسافر له کندهاره د دایکندی په لور روان وو، چې د ارزګان ولایت په چهارچینې بازار سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له خوا برمته شول. د ښاغلی ناطقی پر وینا، طالبانو د دغو مسافرو د خوشی کولو په بدل کې له حکومته غوښتی وو، چې د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ له خاک ریزک سیمې څخه د امنیتی ځواکونو یو کنډک لرې کړی. د دایکندی ولایت د کجران ولسوالۍ اوسېدونکی هم د دغو مسافرو خوشی کول منی. د غفور په نوم د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکى، چې دوه وروڼه یې د برمته کوونکو له بنده خوشی شوی، ویلی، د سیمې د سپین‌ږیرو په همکارۍ ټول مسافر بېرته خوشی شوی دی. د کندهار – دایکندی لویه لاره، د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه تېرېږی، چې د دغه ولایت له ناامنو لارو څخه ګڼل کېږی او په زیاتو برخو کې یې وسله‌وال طالبان پراخ حضور لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید