روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ادبیاتو کې د مېرمنو ونډه

په نړۍ کې خدای تعالی هر څه جوړه جوړه پیداکړی، چې دا جوړښت په خپل فطرت کې ځانګړى حکمت هم لری، که له جوړې څخه یې یو نه وی، نو بل یې په یوازې توګه کوم فعالیت نه شی کولی.

له هغه ځایه چې خدای تعالی ښځه د نر د هوساینې او دده د فکر د ارامتیا لپاره پیداکړه، نو دا و پتییل شوه ،چې ښځه د یوې کورنۍ یا ټولنې نیمه برخه ده او دا حتمی ده، چې ټولنه بې له دې برخې څخه نیمګړې ده، لکه څنګه چې ښځه نیمه ټولنه ده، نو د انسانی ژوند نیمې چارې هم په ښځې پورې تړاو لری او له نر سره اوږه په اوږه، د ژوند د هر ډګر اوږد مزل وهلی شی او وهلی یې دی.

ادبیات هم د یوې ټولنې مهمه برخه ګڼل کېږی، چې له لرغونو زمانو را په دې خوا انسان له ادبیاتو سره آشنا دى او له ژوند سره مهم او اړین تړاو لری، دا چې موږ په ادبیاتو کې د ښځو په ونډه خبرې کوو، نو همدې خبرې ته په اشارې سره ویلی شو ، چې ښځو هم د لرغونې زمانې له پیله تر نننی وخته له ادب او ادبیاتو سره اړیکی پاللی دی، په ادبیاتو کې د افغانی ښځو ونډه په لومړی ځل د ویدی په سرودونو کې ثبت شوی او ویل کېږی چې د ریګویډا په کتاب کې د ډېرو مېرمنو تالیفونه شته، مېرمن پالاد د ویدی عصر نومیالې شاعره ده، همداراز میون اندانی، مېرمن زاچی، مېرمن سارا او میرمن سوریا هم هغه مېرمنې دی، چې د اشعارو نمونې یې د ریګویډا په کتاب کې لیدل شوی. له ویدی زمانې را په دې خوا د اوستا په زمانه کې د زردشت لور پورچستیا یوه له پوهو او شاعرو ښځو څخه وه.

په پښتنی ټبر کې ، نو بیا زرغونه انا هغه ادیبه شاعره او لیکواله مېرمن وه، چې د افغانستان تاریخ یې زرغون کړی دی، د سعدی بوستان یې پښتو ته په نظم ژباړلی، چې خورا ستونزمن کار و.

نوموړې کاږی:

لویی تل په ګفتار نه ده

لوی خبره په کار نه ده

تواضع به دې سر لوړ کا

تکبر به دې تل ځوړ کا

نازو آنا هم د پښتو ژبې نوموتې شاعره او یوه پوهه، با همته او با غیرته ادې وه، نو ځکه یې په خپله غېږه کې اتل میرویس نېکه وروزه.

سحرګه وو د نرګس لېمه لانده

څاڅکی څاڅکی یې له سترګو څڅېده

ما ویل څه دی ښکلیه ګله ولې ژاړې

ده ویل ژوند مې دى یوه خوله خندېده

میرمن نېکبخته، بی بی حلیمه او داسې په لسګونه نورې پښتنې مېرمنې نورې هم شته چې، خپلو بچیو ته یې د هیواد پالنې او روزنې ترڅنګ قلم هم چلولى دى.

په افغانی ټولنه کې له پښتنو مېرمنو ور اخوا په دری ژبه کې هم لویو شاعرانو لیکل کړی، مخفی بدخشی او عایشه افغان چې په عایشه درانۍ مشهوره ده، د هېواد له سترو شاعرانو څخه شمېرل کېږی.

په ټوله کې ویلی شو، چې له پیله تر ننه مېرمنو په ادبیاتو کې ستره ونډه اخیستې، له نکلونو نیولې تر نارو، سروکو مرثیو او آن لنډیو پورې ډېرې یې په ښځو پورې تړاو لری، لنډۍ چې د پښتنی کلتور یوه درنه برخه ده، ډېر مهال د مېرمنو له خوا ویل شوی، چې د میوند ملالۍ تاریخی لنډۍ یې ښه بېلګه بللى شو، د پښتو د شفاهی ادبیاتو په څېړونکو کې ښاغلى حبیب الله رفیع یوازینی سړی دی، چې د پښتو منظوم شفاهی ادبیات یې د خپلو ځینو خصوصیاتو له امله په دوو، عامو او خاصو سندرو ویشلی دی، له تاریخی او فولکلوریکی حکایتونو څخه څرګنده ده، چې د دواړو سندرو په ډله کې چې، لنډۍ، سروکی، نارې، لنډکۍ، د ښادۍ بدلې، لنډۍ او نور، ډیر مهال د مېرمنو له خوا ویل شوی دی.

پروسږ دا مهال ژوندى وې

سږ دې په شناخته بلبلان نارې وهینه

مځکې لږ حال دې راته وایه

چې د تا لاندې خلک څه ګزران کوینه

ددې ترڅنګ د میندو غېږه د ماشوم د روزنې لپاره د ښوونځی حیثیت لری، د مور په خواږه غږ ځینې سندرې داسې دی، چې ماشوم له ژړا په خندا او آن د خوب خوږې غیږې ته ورولی، دا سندرې هم د پښتو ادبیاتو برخه ده، چې د آ للو ترڅنګ ځینې وړې منظومې کیسه ګوټې هم وی.

آ للو للو، پلانکى جان داسې ویده دی لکه ګوډى د رنجو

چا وهلى، چا وهلى، هلکانو جنکیانو په صحرا وهلى دى

مور او پلار، نیا بابا یې په غلا وهلى دى

آ للو للو، خوب دې درشی په لېمو، خوږ دې لرې له هډو

په اوسنی عصر کې هم مېرمنو د ادب لمنه نده خوشې کړې او د ځینو په آند تله یې له پخوا هم درنه ده، د اوسنی عصر په ځوانه طبقه کې نجونې له ځوانانو سره اوږه په اوږه د نثر او نظم په ډګر کې سره مبارزه کوی، ځکه د پخوا په پرتله یو څه د مېرمنو لپاره ددې امکانات ډیر دی چې یو څه ولیکی، د بهیرونو، غونډو، مشاعرو او د عصری ټکنالوجۍ په مټ د خواله رسنیو چوکاټ، انټرنټی سایټونه هغه څه دی، چې د مېرمنو قلم یې تاند ساتلى، آن داسې هم موندل شوی، چې یوه تکړه شاعره یا لیکواله د ځینو محدودیتونو له امله خپل شعر یا لیکنه په عام محضر کې نشی اورولى او یا یې هم په خپل نوم نشی چاپولى یا ثبتولى، خو خواله رسنیو دوى ته دا لاره هواره کړې، چې په مستعار نوم خپل شعر او لیکنه خپره کړی، قلم وچلوی خپله او د نورو ادبی تنده خړوبه کړی.

زاهدالله نورزاد

ممکن است شما دوست داشته باشید