روزنامه هیواد

پنټاګون ځینو طالبانو ته د ترانسپورت او استوگنځایونو د برابرولو په هڅه کې دی

پنټاګون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له کانګریس څخه ېې ځینو طالبانو ته د ترانسپورت او استوګنځایونو د برابرولو د صلاحیت غوښتنه کړې. هدف د طالبانو هغه ځایی غړی دی، چې له افغان حکومت سره یې سیمه ییزو اوربندونو ته لیوالتیا ښوولې.

وسله والو طالبانو د تېرکال دکوچنی اختر په دریو ورځو کې د افغان حکومت له خوا د اوربند وړاندیز ومانه. د اوربند پر مهال وسله والو طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو په بې ساری ډول یو او بل په غېږو کې سره ونیول او په ټولنیزو رسنیو کې یې ګډې ویدیوګانې او ګډ انځورونه خپاره شول. دغه اوربند په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره هم هیلې رامنځ ته کړې، خو له هغه وخت راهیسې که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې مذاکرات روان دی، خو بیا هم د طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو تر منځ نښتې لا پسې تودې شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پایلې لا روښانه نه دی، خو پنټاګون وایی، چې که ځایی طالبان د یوه نوی اوربند پر سر د مذاکراتو لپاره ځینو امکاناتو ته اړتیا ولری، نو دوې یې د برابرولو په هڅه کې دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاندې ریبیکا ریبارچ، په دې اړه وویل: (( په هغه صورت کې چې د سولې د یوه ځایی تړون ترلاسه کولو لپاره ښکیلو اړخونو ته د ترانسپورت او استوګنې د ځایونو برابرول اړین وی، دغه پیسې به په همدې هدف مصرف شی.))

د پنټاګون ویاندې روښانه کړه چې د امریکا د دفاع وزارت غواړی د سولې په خبرو کې د ځینو چانسونو د رامنځ ته کیدو په انګیرنه، د ځایی مذاکراتو لپاره اړین بنسټیز اقدامات وکړی، خو هغې په عین حال کې ټینګار وکړ چې لا تر اوسه پورې په دې منظور پیسې نه دی مصرف شوی.

په تېره اوونۍ کې د امریکا د استازو مجلس د بودجی د تصویب کمېټې د دفاعی چارو څانګې یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې پنټاګون نه شی کولی پر هغو طالبانو چې غواړی د سولې په خبرو کې ګډون وکړی، پیسې مصرف کړی.

د دې قانون له مخې پیسې یوازې په هغه صورت کې مصرفیدای شی چې په خبرو کې د افغان حکومت استازی شامل وی او طالبان په مذاکراتو کې د ښځو د ګډون مخالفت و نه کړی.

دغه قانون لا تر اوسه پورې د استازو مجلس د بودجې د تصویب له کمېټې نه دی تېر شوی. دا خبره هم روښانه نه ده چې ایا د استازو مجلس به پنټاګون ته د دې صلاحیت ورکړی چې مذاکراتو ته پر لیوالو طالبانو لګښت وکړی او که نه.

د پنټاګون ویاندې روښانه کړه : اوس هغو یاغی ډلو ته چې په مذاکراتو کې برخه اخلی، د هغوی لګښتونه نه ورکوی. د پنټاګون په حواله اوربند ته د لیوالو طالبانو د لګښتونو د ورکولو دصلاحیت ترلاسه کولو وړاندیز له دې مخکې د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې له اوربنده وروسته د امریکایی ځواکونو د قوماندان له خوا شوى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید