روزنامه هیواد

پر((TAP)) پروژې یو نیم میلیارده پانګونه کېږی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمداشرف غنی او لوړ پوړو دولتی مقاماتو په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او (چالىک هولدىنګ) ترکی شرکت ترمنځ د ټاپ ۵۰۰ کىلوولټ برېښنا مزی پر لېږد د پانګونې تفاهمنامه، د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ىو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې لاسلىک شوه. دا تفاهمنامه ،چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخىزې تفاهمنامې په اساس لاسلىک شوې، له تورغونډۍ بندرڅخه تر سپىن بولدک پورې ۷۵۰ کىلومتر د افغانستان په خاوره کې تېرېږی. چالىک هولډىنګ کمپنۍ په درېىو هېوادونو کې د ۶،۱ مىلىارد ډالرو په ارزښت پر ټاپ پروژې پانګونه کوی ،چې په دغه پانګونه کې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ مىګاواټ په ظرفىت په دوو سرکىټونو کې د ۵۰۰ کىلوولټ مزی تمدىد شامل دى او دغه راز د افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کىلوولټ سبسټېشنونو جوړول هم شامل دی. د افغانستان لپاره د مزی ظرفىت ىو زرمىګاواټه اټکل شوى ،چې په درې کلونو کې به بشپړ او ګټې اخىستنې ته وسپارل شی. له دې لارې به ۱۰۰۰ مىګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شی ، چې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ پر انتقال سربېره به د هېوادپه دننه د ۱۰۰۰مىګاواټه برېښنا څخه د ستفادې ترڅنګ افغانستان، پاکستان ته  د برېښنا له ترانزىټ څخه شاوخوا ۱۰۰ مىلىونه ډالر ګټه هم ترلاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید