روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر کونړ د پاکستان یرغل افغان ولس ته د نه منلو دی!

افغان ولس پر کونړ د پاکستان وروستی یرغل سخت په غوسه کړی دی، تېره چارشنبې پاکستانی ملېشو یوځل بیا پر کونړ برید وکړ، چې په کې یو شمېر افغانان شهیدان او ټپیان شول، پاکستانی ملېشو هڅه کوله چې له ډیورنډ کرښې دې خوا ته د کونړ په نو پاس سیمه کې پوسته جوړه کړی، خو افغان اتلو ځواکونو یې مخه نیولې او هغوی یې د دوزخ کندې ته لېږلی دی، پاکستانی پوځ د غچ اخیستو په پار سیمه او دغه راز مرکز اسعد اباد پر راکټونو او توغوندیو ویشتلی دی او ملکی کسان یې شهیدان کړی دی، دا برید تر نورو سخت او پر کونړ د مخامخ یرغل تر ټولو ناوړه او نه منونکې بېلګه ده!

دغه یرغل د پاکستان پرضد د افغان ولس سخت حساسیتونو را پارولی دی، افغان حکومت په دې برخه کې بیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دیپلوماتیک حل لپاره مخه کړې، خو ولس د نور کله په څېر له پاکستان سره د افغان حکومت نرم چلند له منی، بلکې پر کونړ د پنجابی د دغه تازه او پراخ یرغل په اړه ترې د جدی چلند غوښتنه کوی!

د همدې لپاره نن د افغانستان ملی شورا مهمه او فوق العاده غونډه جوړوی، په دې غونډه کې به د پاکستان د یرغل په وړاندې د افغان حکومت تصمیم روښانه کړی او د ملت په استازولۍ به د پاکستان په اړه واضح تصمیم ونیسی! دا تصمیم به مثبته پایله ولری، ځکه ملت نور د پاکستان د یرغل په وړاندې بې توبیره پاتې کېدای نه شی او ملی شورا هم د ملت د دې برحقې غوښتنې په اړه راټولېږی. دا راټولېدنه د پاکستان د یرغلونو پرضد د ملت احساسات روښانه کوی، ملت له خپلو اتلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د پاکستان پرضد د جګړې او وبرحقه جهاد امر ته انتظار باسی! حکومت به هم د ملت د دغه دریځ او د ملی شورا د استازیو د مهم تصمیم پر بنسټ له پاکستان سره چلند کوی! له ډېره بده مرغه چې پاکستان د انګرېزانو په لاس له همغه را پیدا کېدا راهیسې له افغان حکومت او ملت سره دښمنامنه چلند کوی او په دې وروستیو کلونو کې یې د افغانستان پرضد مخامخ جګړه پیل کړې ده، د دې ترڅنګ پاکستان د نړیوالو ارزښتونو پر خلاف پر افغانستان د سوداګرۍ لپاره خپلې ټولې لارې تړلې دی. پر افغانستان د پاکستان مخامخ یرغل او د لارو بندول، په داسې حال کې جریان لری، چې امریکا او ناټو له افغان حکومت سره دفاعی او امنیتی تړونونه لری او افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ عضویت لری. د ملی شورا په دې مهمه تصمیم نیوونکې غونډه کې د دغو تړونونو پر څرنګوالی خبرې کېږی، ځکه له دغو تړونونو سره سره بیا هم د پاکستان او هر بل ګاونډی او بهرنی یرغل په مقابل کې امریکا او ناټو پټه خوله دی؟!

پاکستان پر افغانستان د تپل شوې جګړې د دوام لپاره له ترهګریزو او اورپکو ډلو هم کار اخلی او د دې ډلو ټوله قومانده یې په لاس کې ده، طالب مشران په پاکستان کې دی، له هغه ځایه تروریستی بریدونه پلانېږی. امریکا او ناټو د دغو تړونونو پر بنسټ اړ دی، چې د هر داسې یرغل په مهال له افغان لوری سره ودرېږی او همدا رنګه په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې له منځه یوسی، خو له دې سره سره امرکا پاکستان ته امتیازونه ورکړی او له طالبانو سره یې په دوحه کې د سولې راوستو په تړون کې د افغان ځواکونو مټې تړلې دی، دا د سترې پوښتنې وړ مسئله ده او افغان ولس او حکومت باید په دې اړه له امریکا او ناټو سره جدی بحث وکړی . دا بحث ضروری دی او له دې ور هاخوا به ملت پر خپل حکومت فشار راوړی، چې د پاکستان د یرغل د مخنیوی لپاره او دغه راز د پاکستانی ترهګرۍ او اورپکۍ د ملاتړ له امله په ملګرو ملتونو کې شکایت وکړی او ملګری ملتونه اړ دی، چې د خپل افغان غړی په حق کې تصمیم ونیسی!

همدا رنګه امریکا باید په پاکستان کې له ترهګرۍ سره بریالۍ مبارزه وکړی او تر څنګ یې پر پاکستان فشار، د دې جګړې د بریا یوازنی راز دی. امریکا او نړیواله ټولنه باید د پاکستان د دغه عمل سزا ورکړی، ځکه پاکستان د امریکا او نړیوالو ځواکونو پرضد د ترهګرۍ او اورپکۍ د روزنې او بریدونو د دوام لپاره روس هم له ځانه سره ملګری کړی او ایران هم. افغان ولس نور د پاکستان او یادو هېوادونو له مخامخ یرغله په تنګ شوی دی، نور ملت د دې زغم نه لری او له حکومته د دې جګړې او نارواوو پرضد د جدی او پرېکنده عمل غوښتنه کوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید