روزنامه هیواد

پر کـــندوز د طـــالبانــو د بریـد تر شـا هـدف

طالبانو د درېیم ځل لپاره دکندوز پر ښار ډله ییز بریدونه وکړل او لکه د مخکې په څېر دا ځل هم دا برید د طالبانو په مرګ تمام شو او د کندوزپه زیاتو کوڅو او سړکونو کې یې دمړو جسدونه پراته دی.طالبان ښه په دې پوهېږی چې د یوې ولسوالۍ او یو ښار نیول او یا ور ننوتل به ورته اسانه وی، خو د دې ساتل او پکې یوه شپه کول د مرګ په بیه دی، لکه کندوز، فراه او غزنی ولایتونه یادولى شو چې هر ځل د طالبانو لپاره هدیره ګرځېدلې.طالبان پردی اولادونه د جګړې لپاره تشویقوی او بیا د واکمنۍ خوبونه ګوری، طالبان خپلو پلویانو ته وایی چې ښار سقوط کړئ او له ښاره ترلاسه شوی توکی پیسې خپلو کې تقسیم کړئ، نو ښکاره خبره ده چې د طالبانوپه لیکو کې بې کاره او بې کسبه کسان زیات دی او تیار دی چې د پیسو او چور لپاره جګړه وکړی.طالبانو وسله والو ته اجازه ور کړې وه چې هر څه په مخه ورتلل،د ځان لپاره دې چور کړی او دا مال ددوى لپاره غنیمت دى، خو هېڅ و نه توانېدل چې دا ارمان یې ووځی او له ښاره روغ ځان وباسی.دا به ومنو چې طالبانو زړه وکړ او ښار ته دننه شول، دا دطالبانو د مشرانو هوښیاری او د طالب وسله والو بې عقلی ده چې ځان په لوى لاس مرګ ته ورکوی او د خپلو اولادونو او کورنۍ غم ورسره نه وی.

د طالبانو مشران چې دا مهال قطر کې په خبرو بوخت دی، کورنۍ یې خوندی ده، دوى مجللو هوټلونو کې شپې او ورځې تېروی، بس افغانستان کې یې بې موره زامن پیدا کړی چې د هغوى په امر جګړې ته دوام ورکړی.

طالب وسله والو هېڅکله فکر و نه کړ چې د دوى تګلاره د چا له لوری تنظیم کېږی، د دوى پر سر څوک امتیاز اخلی، وسله څوک ورکوی او د کومو موخو لپاره طالبان تمویل کېږی.

کندوز یو ستراتیژیک ولایت دى، طالبان هڅه کوی د دې ولایت په سقوط سره د شمال ټول ولایتونه ناامنه کړی خو هر ځل ښار ته دننه کېدو یوه او یا دوه ورځې وروسته دا ډله له لوى مرګ ژوبلې سره ستنه شوې ده.

طالبانو د کندوز ښار ته په درې ځل ننوتلو کې ډېرې دولتی ودانۍ او تاسیسات وسوځول، خلک یې مالی او ځانی زیانمن کړل، د خلکو کورونه یې چور کړل، ملکی وګړی یې په هر لحاظ زیانمن کړل، ان په روانی لحاظ یې هم سخت خراب کړی دی.

طالبان ښه په دې پوهېږی چې د کندوز ښار کې یوه شپه هم ورته په لوړه بیه تمامېږی، خو دا چې دستور له بل ځاى څخه دى او طالبانو ته په همدې جګړه امکانات او تجهیزات ورکول کیږی، نو مجبور دی چې جګړه وکړی.

تاسو د روغتیا ریاست ارقام وګورئ، یواځې د شنبې ورځې تر پایله نږدې اتیا ملکی وګړی روغتون ته انتقال شوی و چې د طالبانو په بریدونو او جګړه کې ټپیان شوی و، د دې تلفاتو په شمېره کې ښځې او ماشومان هم شامل و.

د طالبانو یې د ملکی وګړو په مرګ ژوبلې څه، طالب یواځې د جګړې ډګر تود ساتی او تر شا یې چې هر څومره ګډوډی وه، طالب یې کیسه کې نه دی، ځکه دوى یوه پلورل شوې ډله ده چې د جګړې پروژه مخ ته وړی او هېڅکله په سوله باور نه لری.

کندوز به بیا آرام وضعیت ته راوګرځی، کندوز ښاریان به بیا خپل ژوند پیل کړی، طالبان به خپل مړی ټول کړی او د رسنیو خوله به هم بنده شی، خو تاریخ به ولیکی چې یوه ډله د اسلام ترنامه لاندې په ډک ښار ورتلله، چور یې کو او هر څوک یې چې مخې ته ورتلل له مخې یې له منځه وړل.

سید عبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید