روزنامه هیواد

پر ځان د بسیا کېدو لپاره د مثبت فکر انګېزه

که تاسې د کوم کار یا کړنې وس او توانانی لرئ ، نو خپل ټاکلى هدف یا موخې ته په اسانۍ سره رسېدلی شئ. د زه کلمه ډېره موثره ده که تاسې خپل ځان ته ووایئ ،چې زه کولی شم مشخص او روښانه تصمیم ونیسم ،نو هغه کار په ریښتیا کولی شئ، الله تعالی ټولو ته دا استعداد ورکړی چې یو څه وکړی. الله (ج) وایی ته حرکت وکړه زه برکت کوم .

د خپلې بریا لپاره لاندې کلمې تکرار کړئ:

زه د دغه کار ، دندې یا مسوولیت توانایی لرم.

زه یې کولی شم .

زه خپل ټاکلی هدف یا موخې ته رسېدونکی یم.

زه په خپلو چارو کې برلاسى یا ډېر قوی یم.

زه مالدار یم .

زه د خپل هدف پر لور د تګ لپاره مشخص تصمیم نیوونکی یم .

زه پاملرنه کولی شم.

زه پوره روغتیا لرم.

زه یو منظم انسان یم.

زه ډېر ښکلی یم.

زه توانایی لرم چې څه وغواړم،هغه ترلاسته کولى شم.

زه په خپل کار کې هوښیار یم.

زه ناشونی کارونه شونی کولى شم.

زه نوښتګر یم.

زه پوره ایمان لرم .

زه شکر ایستونکی یم.

زه قوی روح لرم.

زه مبارز یم.

زه له ستونزو سره مبارزې ته تیار یم.

زه ګټونکی یم.

او زه اتل یم.

د پورتنیو کلمو تکرار او په اړه یې فکر کول ،ستاسو په نیمه هوښیار ذهن کې ځای نیسی او ستاسو پر ژوند مثبته اغېزه کولی شی. تل دغه کلمه ،چې تاسو وایئ، غواړم چې قوی و اوسم نو د دې پر ځای داکلمه ووایاست ( زه قوی یم.)

زه به مالدار شم، زه مالدار یم.

زه بریالی یم .

زه نامحدود یم.

ستاسو قوی افکار په قوی عملونو بدلېږی، قوی عملونه د وخت په تېرېدو سره ستاسو په عادتونو بدلېږی او قوی عادتونه بیا ستاسو پر نه ختمېدونکې بریا بدلېږی.

خو که د دې پر ځاى تاسو منفی کلمې وکاروئ، ستاسو پر ژوند منفی اغېزه کولی شی. ستاسو ژوند ،ستاسو د افکارو زیږنده ده.

هغه منفی کلمې دا دی:

زه ستړی یم.

زه نشم کولی.

زه له کاره په تنګ کېږم.

دغه منفی افکار مو بیا پر اعمالو بدلېږی او دغه اعمال ستاسو ژوند کنټرولوی، نو بیا غوره ده چې د منفی فکرونو پر ځای، مثبت فکر وکړو او په لوى لاس خپل ژوند تباه نه کړو.        ژباړه : رفیع الله روان

ممکن است شما دوست داشته باشید