روزنامه هیواد

پر پاکستان له فشاره پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده

مشهور امرىکایی شناند ماىکل روبىن وایی، د دې لپاره چې په افغانستان کې د امرىکا د سولې هڅې نتىجه ورکړی، باىد امرىکا پر پاکستان فشار راوړی ،چې همکارۍ ته تىار شی.ماىکل روبىن، چې د «امرىکن انټرپراىز انستىتىوت» څېړونکى دى، په لىکنه کې وىلی چې د افغانستان د ثبات او د دغه هېواد له خاورې څخه د ترورىستی ډلو د کار اخىستو د مخنىوی لپاره د پاکستان سىاسی موافقې او ښه نىت ته اړتىا ده.روبىن په دې لىکنه کې، چې په نشنل انټرست خپرونه کې خپره شوې، لىکی«د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د ځانګړی استازی تر ټولو ستره ستراتىژىکه ستونزه دا ده چې پر دې حقىقت ىې ځان ناګاره کړى چې تر څو پاکستان د سختدرىځو ډلو له ملاتړه لاس وانخلی، په افغانستان کې سوله ناشونې ده.»د روبىن په باور د خلىلزاد د ستراتىژۍ ورک ټکى دا دى چې څرنګه پاکستان ته قناعت ورکړل شی.روبىن پر پاکستان د فشار د وسىلو ىادونه کړې او لىکلی ىې دی«له ترورىستی ډلو سره د پراخو اړىکو لرلو په خاطر د پىسو سپىنولو د ځانګړې ډلې (FATF) په تور لېست کې د پاکستان د نوم شاملول، له ناټو دباندې د امرىکا د ستر متحد په توګه د پاکستان پر نوم د چلىپا کرښه رااىستل، د پىسو له نړىوال صندوق څخه د مالی مرستو او له نړىوال بانک څخه د پور اخىستو لپاره له پاکستان سره د امرىکا د ملاتړ پاى ته رسول او د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو تعقىبول هغه حربې دی چې اسلام اباد تر فشار لاندې راوستلى شی.»

په همدې حال کې زلمی خلىلزاد وىلی، امرىکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان او نورو ګاونډىو هېوادونو د لا اغېزمن رول غوښتونکې ده.د ډان نىوز د راپور له مخې، خلىلزاد وایی، په افغانستان کې سوله د امرىکا د اوسنی حکومت لپاره ډېره مهمه ده او که په دغه هېواد کې سوله راشی جنوبی اسىا به د نړۍ پر ىوه ستر اقتصادی پوټنسىل بدله شی.په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى د تېرې اوونۍ د ىکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې و.خلىلزاد د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړې خو تراوسه پورې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د پىلولو لپاره قطر ته نه دى تللى.

ده ټىنګار کړى چې په افغانستان کې سوله باىد د بىن الافغانی خبرو له لارې ترلاسه شی خو نور هېوادونه په دې برخه کې مهم رول لوبولى شی.د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت سرچىنې وایی چې خلىلزاد سىمې ته تللى او په افغانستان کې یې د سولې په اړه  خبرې پىل کړی.څرګنده نه ده چې اوس خلىلزاد چىری دى.خلىلزاد په داسې حال کې د بىن الافغانی خبرو هىله کوی چې طالبان فکر کوی چې امرىکا د ماتې په حال کې ده او په هر صورت له افغانستانه وځی.خو د لوېدىځو رسنىو او سیاسی شنونکو له تبصرو داسې نه ښکاری چې امرىکا دې لږترلږه په لنډ وخت کې له افغانستانه د وتلو په فکر کې وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید