روزنامه هیواد

پر پاکستان د ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرستې د بندولو هرکلى کوو

د امریکا حکومت د پاکستان پر پوځ هغه۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چې د ترهګرۍ پر ضد د نه اقدام له امله یې ځنډولې وه، یو مخ لغوه کړې، افغانان د امریکا د دغه اقدام هرکلى کوی او دا د ترهګرۍ د ملاتړ له امله پر پاکستان د نړیوالو فشارونو یو ښه اقدام بولی، امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې له پاکستان سره له ۳۳ میلیارده ډالرو ډېرې مرستې کړی، خو پاکستان یې په بدل کې یوازې دروغ ویلی دی . د امریکا کانګرېس هم د ایتلاف له بسپنې پاکستان ته د ۵۰۰ میلیونو ډالرو ورکړه ځنډولې. څه موده وړاندې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړی هېواد په خړ لېست کې هم له همدې امله شامل شو، ښایی د ترهګرۍ د ملاتړ د دوام په صورت کې د ترهګرۍ د ملاتړی هېواد په تور لېست کې هم شامل شی! پاکستان نور نړیواله ټولنه نه شی تېر ایستلى ،چې د ترهګرۍ پرضد دمبارزې په پلمه ترې مرستې تر لاسه کړی، پاکستان نه یوازې د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته پناهځایونه او هغوى ته د تجهیز او تمویل امکانات برابروی ،بلکې د هغې ترهګرۍ ملاتړ هم کوی، چې د امریکا،سیمې او نړۍ پرضد بریدونه کوی، پر پاکستانی پوځیانو دا مرستې په داسې حال کې بندېږی، چې د افغانستان او سویلی اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر پر تګلارې په امریکا کې نیوکې کېږی، چې دې تګلارې د ترهګرو فعالیتونه نه دی شنډ کړی،خو داسې ښکاری ،چې امریکا د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې جدی اقدامات کوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پوځ مشر جنران جوزف ډانفورډ به اسلام اباد ته لاړ شی، چې د پاکستان پوځ او څارګره اداره یې د ترهګرۍ پرضد څه کولى شی!؟ دلته په افغانستان کې هم د ناټو قومانده پرون د ترهګرۍ پرضد د بریدونو تر ټولو ډېر تجربه لرونکی ډګر جنرال آسټین مېلر ته وسپارل شوه، خو پاکستان به په اسانۍ د طالبانو ،حقانی شبکې ، القاعده او نورو ترهګریزو ډلو ملاتړ ته لا هم دوام ورکړی. منو چې دا بندیزونه به په اقتصادی ډګر کې ښویـېدلى پاکستان ، نور هم وښویوی او د خپلو لګښتونو د ( ۱۲) میلیارډو ډالرو اړتیا به پوره نه شی کړاى او نه به هم د چین ۵ میلیارډه ډالره پور ور کړی، پر پاکستان د دغو مرستو بندېدل به ناوړې پایلې هم ولری،د پاکستان هڅې به دا وی، چې د ترهګرۍ د ملاتړ د دوام لپاره له روسیې او نورو هېوادونو همکاری وغواړی، ځکه روسیه هم اوس په افغانستان کې د پنجاب په څېر دخیله ده او رول یې خطرناک دى. له دې وړاندې هم پاکستان دغو هڅو ته لاس اچولى، کله چې تېر کال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد تګلاره اعلام کړه او پر پاکستان فشارونه زیات شول، نو پاکستان په افغانستان او کشمیر کې په ټول وس بریدونو ته زور ورکړ، دا ځل به هم هر ممکن مرستندوى په تېره د امریکا او لوېدیځ ضد لوری ته د مرستې او سوال لاسونه وراوږده کړی، له همدې امله یې د اوسنیو بندیزونو په څېر د امریکاپه مشرۍ ائتلاف د پاکستان او د ترهګرۍ د ملاتړو کړیو پرضد نور او نور اقدامات هم وکړی، افغان حکومت هم باید له دغه فرصته پوره پوره ګټه پورته کړی او د پاکستان د یرغلونو او د ترهګرۍ د ملاتړ په اړه دې ټول شواهد نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا ته وسپاری، په تېره بیا پر غزنی په برید کې د پاکستانی ملېشو د ښکېلتیا په اړه باید ټول شواهد په نړیواله کچه را میدان ته کړی..

ممکن است شما دوست داشته باشید