روزنامه هیواد

پر هلمند برید د پاکستان له خوا رهبری کېږی!

د هلمند چارواکی وایی: په دغه ولایت کې د جګړې په ډګرونو کې د طالب وسله والو د جسدونو په منځ کې پاکستانی وسله وال هم لیدل کېږی. د هلمند ولایت د مرستیال بریالی نظری او د ځایی خلکو په وینا پاکستانی ملېشې او جنرالان د طالبانو تر څنګ د افغان پوځیانو په مقابل کې جنګېږی. ځایی خلک وایی: د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان په رایجو ژبو خبرې نه شی کولی او ډېره برخه یې پاکستانی ملېشې او جنرالان دی چې د جګړې رهبری هم کوی. د هلمند ولایت مرستیال هم منی چې د جګړې مشری د ډیورنډ فرضی کرښې پورې غاړې کسانو سره ده. د ده په خبره د جګړې په ډګر کې چې د کومو کسانو مړی پاتې دی، پاکستانی وګړی دی.

په همداسې حال کې طالبان نه شی ویلی چې په لیکو کې یې د بهرنیو جنګیالیو حضور شته، ځکه هغوی د دې صلاحیت نه لری، هغوی د همدې پاکستانی تورمخو دلاس آلې دی او د هغوی له اوامرو پرته بڼ هم نه شی کولی! پر هلمند د پاکستانی ملېشو دا یرغل څه نوې مسئله نه ده، بلکې آن په شمال په ځانګړې توګه په کندوز کې هم پاکستانی ملېشو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ادعا کوی، چې ګنې په افغانستان کې یې د سولې راوستو لپاره مرسته کړې؟؟؟ څه موده وړاندې د افغانستان د ملی پخلاینې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم پاکستانی چارواکیو اسلام اباد ته د هغه د سفر پر مهال ژمنه وکړه، چې ګنې له دې سولې سره به مرسته وکړی: ((د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده؟!)) خو د پاکستان اصلی پالیسی سازان په [هېډ کوارټر] کې ناست دی او هغوی په ډېر تمسخر او په کبرجنه توګه له افغانستان سره د پاکستانی ملکی چارواکیو پر ژمنو ملنډې وهی، په همدې هېډ کوارټر کې پر افغانستان د یرغل لپاره پلانونه طرحه کېږی!

په قطر کې ناست طالب مرکچیان هم د پاکستان له مشورې او اجازې پرته هېڅ تصمیم نه شی نیولی، دا دی له یوې میاشتې ډېره موده تېره شوه، خو په قطر کې ناست طالب پلاوی هېڅ د سولې لپاره مذاکراتو ته نه شی نږدې کېدای، پاتې شوه له هغوی د اوربند تمه، هېڅکله دا تمه له هغوی کېدای نه شی، ځکه هغوی د پاکستان د لاس آلې دی او لکه ریموټ کنټرول داسې عمل او امر اجرا کولی شی!

په اصل کې د افغانستان جګړه له پاکستان سره [مخامخ جګړه] ده، د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی چې په دې جګړه کې د پاکستانی جنرالانو په ګډون دهغوی شاوخوا ۲۵۰ ملېشې هم حضور لری. په هلمند کې د پاکستان دا جګړه لا هم روانه ده چې د ملکی وګړیو په شمول په کې افغان لوری ته هم زیانونه اوښتی دی، زرګونه کورنۍ بېځایه شوی او د بیړنیو مرستو په تمه دی.

دا چې په قطر کې د سولې لپاره حاضر شوی طالبان هېڅ صلاحیت نه لری او برعکس د تمې پر خلاف په افغانستان کې دا پردۍ جګړه او د پاکستان یرغل زور اخلی، نو خپله تېر ایستل شوی طالبان او یا هم داعش ډلې ته مدغم شوی ځوانان پر خپلو تېروتنو پوهېږی او له جګړې لاس اخلی، ځکه دا جګړه په بشپړه توګه ناروا او د اسلام پر خلاف بلل شوې ده، د افغانستان دینی عالمانو او همدارنګه د نړۍ اسلامی کنفرانس په مکه معظمه کې د دې جګړې پر خلاف د افغانستان د دینی  عالمانو فتوا تایید کړې هم ده، خو پاکستان له افغانستان سره عقدوی شخړه  لری او د دې لپاره یې په بېلابېلو پلمو افغانان روزلی او یا یې هم د خپلو ملېشو په لیکو کې یوځای کړی دی، دې ته په کتو سره له جګړې د بااحساسه افغان ځوانانو د را ګرځېدو لړۍ هم توده شوې ده، تازه په تازه په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

افغان حکومت باید د سیمه ییزې اجماع تر څنګ له پاکستان سره د سولې مذاکرات پیل کړی، ځکه پاکستان له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې دی او د دې جګړې مخنیوی د امریکا او ملګرو ملتونو او همدا رنګه د نړیوالې ټولنې ستر مسوولیت دی، امریکا تر ټولو په دې کې ډېره مسووله ده او له تېرو څو لسیزو یې د افغانستان پرضد پاکستان تر ملاتړ لاندې دی، اوس هم امریکا د افغانانو په وینو سره تجهیزات پاکستان ته لېږی!!!

که له پاکستان سره سوله ونه شی او پاکستان د ترهګرۍ پر ملاتړ په نړیواله کچه محاکمه نه شی، نو په افغانستان کې به د پاکستانی ملېشو د یرغلونو او بشری جنایتونو لړۍ روانه وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید