د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امرىکا د دفاع وزىر مارک اېسپر وایی، د ټرمپ د امر په اساس لا هم سولې ته د طالبانو مجبورولو په خاطر پر دغې ډله سخت نظامی فشارونه او برىدونه روان دی. نوموړی په واشنګټن کې خبرىالانو ته وىلی، پر طالبانو ىې برىدونه زىات کړی او دا کار به د ولسمشر د امر له مخې د طالبانو د وروستىو خونړىو برىدونو په ځواب کې روان وی. دا د پنټاګون لومړنى لوړ پوړى چارواکى دى چې تاىىدوی، په دې وروستىو اوونىو کې پر طالبانو د امرىکا برىدونه زىات شوی دی. د سولې د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ څو ځله پر طالبانو د برىدونو د زىاتولو او تشدىد خبره کړې وه خو د دفاع وزارت په دې تړاو څه نه وىل.